Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

مزارشريف (پژواک، ١٣ مرغومی ٩٦): د بلخ د سوداګرۍ خونې مسوولين وايي، که چېرې د ارګ او د بلخ د لرې شوي والي تر منځ روان سياسي حالت همداسې کړکېچن پاتې شي، نو سوداګر به له هېواده د خپلو پانګو ایستو ته مجبور شي.

د دغه ولايت سوداګر له مرکزي حکومته د روانو سياسي حالاتو د بېرته سمېدو غوښتنه کوي. بلخوا واړه هټۍ وال بيا د روانو حالاتو له امله د خپل پلور کمښت ته اندېښمن دي.

ولسمشر محمد اشرف غني دوه اونۍ مخکې د عطامحمد نور استعفا ومنله او پر ځاى يې انجنير داوود د ياد ولايت لپاره د نوي والي په توګه وټاکه، خو نوموړي تر اوسه پورې په رسمي ډول کار نه دى پيل کړى.

د ولسمشر ياده پرېکړه تر اوسه پورې د عطامحمد نور او جمعيت ګوند له لوري نه ده منل شوې.

د بلخ د سوداګرۍ خونې اجرائيه رييس نصيراحمد قاسمي د مرغومي په ۱۴مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ملي وحدت حکومت په رامنځته کېدو سره په شمال کې پيدا شوې نا امنۍ پر سوداګريزو چارو منفي اغېز کړی دی.

هغه په تېرو څو کلونو کې د بلخ سوداګري د دغه ولايت د نسبي امنيت له کبله خوندي وبلله، خو اندېښنه يې وښوده چې له تېرو دوو اونيو راهيسې د ارګ او د بلخ د والي تر منځ روان کړکېچ د بلخ پر سوداګريزو چارو منفي اغېز کړی دی.

نوموړي له پخوا د شمال د لويو لارو نا امني بلخ کې د سوداګريز چارو اغېزمنه وبلله.

ده زياته کړه، که چېرې د بلخ د والي او ارګ تر منځ روان سياسي کړکېچ د نا امنۍ تر کچې ورسېږي، نو سوداګر مجبور دي چې خپلې پانګې له هېواده بهر وباسي.

سوداګر هم وايي چې په اندېښمن سياسي حالت کې دوی د خپلو پانګو په اړه خوندي فکر نه کوي.

د هغوى له ډلې حاجي مايل پژواک خبري اژانس ته وويل، بلخ د هېواد د نورو ولايتونو په پرتله د نسبي امنيت له کبله د سوداګرۍ لپاره تر يو ځايه مناسب بستر لرونکی ولايت و.

نوموړي زياته کړه: ((خو له کله چې د ارګ او بلخ تر منځ سياسي کړکېچ رامنځته شوی، نو زموږ اندېښنې هم زياتې شوې دي.))

د هغه په وينا، په اندېښمن حالت کې دوی د خپلو پانګو په اړه خوندي فکر نه شي کولی.

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.