مزارشريف (پژواک، ١٣ مرغومی ٩٦): د بلخ د سوداګرۍ خونې مسوولين وايي، که چېرې د ارګ او د بلخ د لرې شوي والي تر منځ روان سياسي حالت همداسې کړکېچن پاتې شي، نو سوداګر به له هېواده د خپلو پانګو ایستو ته مجبور شي.
د دغه ولايت سوداګر له مرکزي حکومته د روانو سياسي حالاتو د بېرته سمېدو غوښتنه کوي. بلخوا واړه هټۍ وال بيا د روانو حالاتو له امله د خپل پلور کمښت ته اندېښمن دي.
ولسمشر محمد اشرف غني دوه اونۍ مخکې د عطامحمد نور استعفا ومنله او پر ځاى يې انجنير داوود د ياد ولايت لپاره د نوي والي په توګه وټاکه، خو نوموړي تر اوسه پورې په رسمي ډول کار نه دى پيل کړى.
د ولسمشر ياده پرېکړه تر اوسه پورې د عطامحمد نور او جمعيت ګوند له لوري نه ده منل شوې.
د بلخ د سوداګرۍ خونې اجرائيه رييس نصيراحمد قاسمي د مرغومي په ۱۴مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ملي وحدت حکومت په رامنځته کېدو سره په شمال کې پيدا شوې نا امنۍ پر سوداګريزو چارو منفي اغېز کړی دی.
هغه په تېرو څو کلونو کې د بلخ سوداګري د دغه ولايت د نسبي امنيت له کبله خوندي وبلله، خو اندېښنه يې وښوده چې له تېرو دوو اونيو راهيسې د ارګ او د بلخ د والي تر منځ روان کړکېچ د بلخ پر سوداګريزو چارو منفي اغېز کړی دی.
نوموړي له پخوا د شمال د لويو لارو نا امني بلخ کې د سوداګريز چارو اغېزمنه وبلله.
ده زياته کړه، که چېرې د بلخ د والي او ارګ تر منځ روان سياسي کړکېچ د نا امنۍ تر کچې ورسېږي، نو سوداګر مجبور دي چې خپلې پانګې له هېواده بهر وباسي.
سوداګر هم وايي چې په اندېښمن سياسي حالت کې دوی د خپلو پانګو په اړه خوندي فکر نه کوي.
د هغوى له ډلې حاجي مايل پژواک خبري اژانس ته وويل، بلخ د هېواد د نورو ولايتونو په پرتله د نسبي امنيت له کبله د سوداګرۍ لپاره تر يو ځايه مناسب بستر لرونکی ولايت و.
نوموړي زياته کړه: ((خو له کله چې د ارګ او بلخ تر منځ سياسي کړکېچ رامنځته شوی، نو زموږ اندېښنې هم زياتې شوې دي.))
د هغه په وينا، په اندېښمن حالت کې دوی د خپلو پانګو په اړه خوندي فکر نه شي کولی.
ده له مرکزي حکومته د روانو سياسي حالاتو په تړاو د جدي پاملرنې او حل غوښتنه وکړه.
کوچني پانګه وال او هټۍ وال هم وايي چې د بلخ د والي او ارګ تر منځ روان سياسي کړکېچ د دوی پر پلور منفي اغېز کړی دی.
پانګه وال ذبيح الله د سينګار توکو انحصاري شرکت لري؛ نوموړي پژواک ته وويل، د روان کړکېچ له امله پيدا شوو اندېښنو د دوی پر بازار منفي اغېز کړی دی.
هغه زياته کړه، له تېرو دوو اونيو راهيسې يې پلور ډېر کم شوی دی.
د ده په وينا، ډېری هغه هټۍ وال چې د شمال له نورو ولايتونو يې د دوی له مارکېټ څخه سودا وړه، اوس د مزار ښار راتلو ته زړه نه ښه کوي.
دې پانګه وال وويل، که حالت همداسې روان وي او حکومت يې کنټرول نه کړي، نو ورځ تر بلې يې زيان ډېرېږي.
د مزار ښار هټۍ وال هم وايي چې له تېرو دوو اونيو يې پلور کم شوی دی.
د خوراکي توکو پلورونکي هټۍ وال محمد ابراهيم پژواک ته وويل، خلک داسې فکر کوي چې ممکن حالت د اويايمې لسيزې په څېر جګړو ته واوړي؛ له همدې امله له تېرو دوو اونيو د مزار ښار بازار په سړېدو دی.
د بلخ مدني فعالان وايي، ممکن د بلخ د والي او ارګ تر منځ روان کړکېچ د مرکزي حکومت په ولکه کې وي، خو زياتوي چې پر وړاندې يې چوپتیا خلک اندېښمن کړي دي.
دوی ټينګار کوي چې مرکزي حکومت مسووليت لري، خلکو ته ډاډ ورکړي چې حالت به نا امنۍ ته نه ځي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.









