مزارشريف (پژواک، ۱۳ مرغومی ۹۶): د بلخ ګوښه شوي والي عطامحمد نور د ملي وحدت حکومت د هوکړه لیک د نه عملي کېدو په صورت کې يو ځل بيا مدني نافرمانۍ ته د خلکو د رابللو ګواښ وکړ.
نوموړي په پرله پسې توګه له تېرو څو ورځو د بلخ ولايت مقام د جلسو په تالار کې د روانو غونډو په ترڅ کې د مرغومي په ۱۳مه د ځینو ولايتونو خلکو ته په غونډه کې وويل چې د ملي وحدت حکومت هوکړه لیک بايد عملي شي.
هغه يو ځل بيا د بلخ ولايت له مقامه خپل ګوښه توب له دې امله نه منونکی وباله چې دی د ملي وحدت حکومت د تفاهمنامې له يو اړخ سره تړاو لري.
نور له نړيوالې ټولنې هم وغوښتل چې ملي وحدت حکومت د تفاهمنامې له مخې رامنځته شوی او دوی يې بايد د عملي کېدو پلويتوب وکړي.
نوموړي يو ځل بيا ګواښ وکړ، که چېرې دغه هوکړه لیک عملي نه شي، نو خلک به مدني نافرمانۍ ته وهڅوي.
خو هغه په خپلو څرګندونو کې مدني نافرماني تشريح نه کړه.
اوولسمه ورځ ده چې د جمعيت ګوند اجرائيه رييس عطامحمد نور له بلخ ولايت له مقام څخه د ګوښه کېدو له امله د ارګ پر وړاندې ولاړ دی او شوی حکم يې نه مني.
بلخوا ارګ هم وايي چې د نور پر ځای به د بلخ نوی والي انجنير داوود ډېر ژر په بلخ کې خپله دنده پيل کړي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP