ميمنه (پژواک، ١٦ مرغومى ٩٦): د فارياب سيمه ييز چارواکي وايي چې د ياد ولايت د ميمنې ښار په اتمه ناحيه کې يوې ښځې ځان زندۍ کړى دى.
د فارياب پوليسو د مطبوعاتو مسوول عبدالکريم يورش پژواک خبري اژانس ته وويل، ٢٧ کلنې زهرا د کورني تاوتريخوالي له امله ځان زندۍ کړى دى.
يورش وويل، د پېښې په تړاو يې د يادې مېرمنې مېړه نيولى دى.
د فارياب د عامې روغتيا د عدلي طب مسوول ډاکټر عنايت سمير پېښه تاييدوي او وايي چې زهرا زندۍ شوې، خو د معايناتو څخه ترلاسه شوې نتيجه ښيي چې له زندۍ دوه-درې ورځې وړاندې د هغې پر بدن د وهلو ډبولو نښانې هم تر سترګو کېږي.
د فارياب د بشر حقونو د ولايتي دفتر مشر سيد حفيظ الله فطرت پژواک ته وويل چې يادې مېرمنې درې ماشومان هم درلودل. د هغې د زندۍ کېدو انګېزه تر اوسه نه ده څرګنده شوې خو امنيتي ځواکونو د پېښې په تړاو د هغې د مېړه له نيولو ډاډ ورکړى دى.
فطرت وويل، په روان کال کې په ياد ولايت کې د وژنو او زندۍ څلور پېښې ورسره ثبت شوې، په داسې حال کې چې تېر کال د ورته پېښو شمېر ٢٨ کسانو ته رسېده.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن