منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۵۸ غ.م
۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

حياتي : بلخ کې ټول ټاکنيز مرکزونه زموږ تر بشپړ پوښښ لاندې دي

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۲۹ کتنې

مزارشريف (پژواک، ۱۷ مرغومی ۹۶): د بلخ د ټاکنيزو چارو مسوولين وايي، په دغه ولايت کې ټول ټاکنيز مرکزونه د دوی تر بشپړ پوښښ لاندې دي.

دوی همداراز وايي، په تېرو ټاکنو کې ځينې مرکزونه د زورواکو، قوماندانانو او محلي مشرانو په کورونو کې جوړ کړای شوي وو، چې دا ځل يې مخنيوی شوی دی.

د بلخ په مرکز مزارشريف ښار کې د مرغومي په ۱۷مه د ټاکنيز کمېسيون، دولتي چارواکو او مدني بنسټونو ګډه ناسته تر سره شوه.

د دغه ولايت د ټاکنو کمېسيون مسوول مشر فضل احمد حياتي د يادې ناستې په څنډه کې پژواک خبري اژانس ته وويل، په ټول هېواد کې د ۷۰ سلنه ټاکنيزو مرکزونو چارې بشپړې شوې دي.

نوموړي زياته کړه، د ټاکنو کمېسيون په پوره روڼتيا سره د ټاکنو تر سره  کېدو ته ژمن دی او هڅه کوي پارلماني ټاکنې پر خپل مهال تر سره کړي.

هغه د بلخ ولايت د رايې اچونې مرکزونو په تړاو وويل، ټول مرکزونه يې د دوى په بشپړه ولکه کې دي.

د ټاکنو کمېسيون مشر فضل احمد حياتي وويل، په تېرو ټاکنو کې د بلخ ولايت د رايې اچونې ځينې مرکزونه د قوماندانانو، زورواکو او محلي مشرانو په کورونو کې جوړ کړای شوي وو.

نوموړي زياته کړه، دغه ډول ټول مرکزونه يې لغوه کړي او پر ځای يې د سيمې په جوماتونو او ښوونځيو کې د رايې اچونې نوي مرکزونه په پام کې نيولي دي.

په ياده غونډه کې د ولايتي شورا وکيل هاشم عظيمي هم پژواک ته وويل، په تېرو ټاکنو کې د درغلۍ شونتيا خورا زياته وه.

نوموړي زياته کړه: ((خلکو به وکيلانو سره خبرې کولې، چې څومره رايې دې په کار دي، بيا به يې په خپله سيمه کې ورته هماغسې صندوقونه ډکول.))

د هغه په خبره، د  ټاکنو کمېسيون  چارو کې بايد ژور بدلون راشي.

بلخوا د بلخ دولتي چارواکي وايي، دوی ژمن دي چې په دغه ولايت کې د رڼو ټاکنو لپاره د زمينې په برابرولو سره خپله مسووليت ادا کوي.

د بلخ ولايت مقام تخنيکي او سکتوري چارو رييس ذبيح الله اختري وويل، دوی ټولو امنيتي ارګانونو ته دنده سپارلې، چې د ټاکنو کمېسيون د ټولو پړاوونو بهيرونه بايد له نږدې وڅاري او امنيت يې ونيسي.

نوموړي زياته کړه، دوی ژمن دي چې بايد د امنيتي ارګانونو پر مټ په لرې پرتو سيمو کې هم د رايې اچونې لپاره لاره برابره کړای شي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دولت او سياست