مزارشريف(پژواک، ۱۸مرغومی ۹۶):د بلخ د ولايتي شورا رييس وايي، باوري دی چې د عطامحمدنور او د حکومت د رهبرۍ تر منځ ستونزه به ډېر ژر د تفاهم له لارې حل شي.
د بلخ ولايتي شورا رييس ډاکټر محمد افضل حديد د مرغومي په ۱۸مه، پژواک خبري اژانس سره په مرکه کې دغه ولايت ته د کورنيو چارو وزير ويس احمد برمک سفر د ارګ او عطامحمد نور تر منځ د ستونزې په حل کې ښه ګام وباله.
د کورنيو چارو وزير تېر ورځ ماښام بلخ ته راغی، چې په هوايي ډګر کې يې د ځينو امنيتي مسوولينو تر څنګ د بلخ ګوښه شوي والي نږدې کسان هرکلي ته ورغلي وو.
د عطامحمد نور د شخصي فيسبوک پاڼې د معلوماتو له مخې، برمک تېر ماښام له عطامحمد نور سره د هغه په سياسي دفتر کې وکتل، د بلخ د امنيت او روانو حالاتو په تړاو يې خبرې وکړې.
د جمعيت ګوند مرستيال وياند او عطامحمدنور ته نږدې کس ذبيح الله فطرت د همدې ناستې په تړاو پژواک ته وويل، يوازې د امنيتي حالاتو په تړاو سره وغږېدل.
نوموړي بلخ ته د کورنيو چارو وزير سفر د ارګ او عطامحمد نور تر منځ د ستونزې د حل په تړاو نه، بلکې دغه سفر يې رسمي امنيتي سفر وباله.
خو د بلخ ولايتي شورا رييس، چې د کورنيو چارو وزير د هر کلي لپاره هوايي ډګر ته هم ورغلی و او له عطامحمد نور سره د مقدماتي ناستې ګډنوال هم و، دغه سفر يې د ارګ او نور تر منځ د شته ستونزو د حل لپاره ګټور وباله.
نوموړي زياته کړه چې له دې وړاندې هم د ارګ او جمعيت ګوند تر منځ د شته ستونزو په تړاو درې ځله ناستې شوې دي.
خو هغه هيله مندي وښوده: ((خدای ته اميد دی چې د کورنيو چارو وزير په راتګ سره به دغه مشکلات انشاالله چې حل شي.))
حديد وويل: ((له هوايي ډګره پر لاره چې له وزير صيب سره د موضوع په اړه غږېدم، نو د ولسمشر او د حکومت د رهبرۍ د حسن نيت اندازه راته وشوه؛ نو له همدې امله ډېر خوشبين يم، چې دا مشکل ډېر ژر په تفاهم حل کېږي.))
نوموړي که څه هم سياسي ګوندونه نيمګړي وبلل؛ خو زياته يې کړه چې د ځينو ملي مسايلو د حل او د ځينو ستونزو د نه پيدا کېدو له امله حکومتونه په ځينومصلحتونو مجبور وګڼل او دغه چاره يې په خير وګڼله.
حديد وويل، په دې پوهېږي چې د قانون له مخې ولسمشر حق لري چې يو مامور له دندې ګوښه او يا هم وګوماري، خو د ملي وحدت حکومت د يو تفاهم له مخې رامنځ ته شوی، نو ځينې کسان په کې اغېزناک وي چې مصلحت پرې وشي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP