مزارشريف (پژواک ٢٠ مرغومی، ۹۶): ازبکستان له افغانستان سره د انرژۍ، لوړو زده کړو، سوداګرۍ، ترانسپورت، برېښنا، هوايي الوتنې او رېل کرښې په برخه کې د خپلو همکاريو په لا غځېدو ټينګار وکړ
د مرغومي په ٢٠مه، د ازبکستان هېواد د ولسمشر ځانګړی استازی عصمت الله يرګرشوف حيرتان بندر ته راغلی و او په ترڅ کې يې له افغانستان سره يې په يادو برخو کې د همکاريو په لا زياتېدو ټينګار وکړ.
نوموړي په حيرتان بندر کې په هغو مراسمو کې برخه واخيسته، چې د ازبکستان هېواد د ۲۵ بسونو او درې ترکتورونو مرسته افغان لوړپوړو چارواکو ته وسپارل شوه.
په دغو مراسمو کې د بلخ د دولتي چارواکو تر څنګ د افغانستان د ترانسپورت وزير محمد حميد طهماسي هم برخه اخيتسې وه.
د ازبکستان د ولسمشر ځانګړي استازي يرګرشوف د خپلو خبرو په ترڅ کې وويل، ازبکستان له افغانستان سره د انرژۍ، برېښنا، ترانسپورت، سوداګرۍ، هوانوردي او ځينو نورو مهمو برخو کې همکارۍ ته ژمن دی.
ده زياته کړه، د جګړو له امله د افغانستان او ازبکستان اړيکې تر ډېرو کلونو پورې د نشت برابرې وې؛ خو اوس يې د دواړو هېوادونو تر منځ د ښو اړيکو پاللو شونتيا ډېره وګڼله.
هغه وويل: ((موږ هوډ لرو چې له خپل ورور هېواد سره په سختو حالاتو کې په څنګ کې اوسو.))
د يرګرشوف په وينا، په نږدې موده کې به په قرمز کې د افغانستان قونسلګري پرانيستل شي.
نوموړي زياته کړه، د ازبکستان ولسمشر په ځانګړې لارښوونې په قرمز کې د سلو افغان محصلينو لپاره د لوړو زده کړو زمينه برابره شوې، چې په لنډه موده کې به يې پيل کړي.
د ازبکستان د ولسمشر ځانګړي استازي له ازبکستان څخه تر پلخمري د برېښنا د نويو مزيو لېږدلو يادونه هم وکړه، چې د دواړو هېوادونو تر منځ يې سندونه لاسليک شوي او ډېر ژر به يې چارې پيل شي.
د ده په خبره، د برېښنا د دغو مزو په تېرېدو به د شمال زون او د کابل د برېښنا اوسنۍ ستونزې بشپړې حل شي.
هغه وويل، ازبکستان تصميم نيولی چې د راتلونکي کال له جولاى مياشت څخه به افغانستان ته د لېږدول شوې برېښنا بيه کې کمښت راولي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP