منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۴۵ غ.م
۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

ازبکستان له افغانستان سره د خپلو همکاريو په لا غځېدو ټينګار وکړ

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۲۸ کتنې

مزارشريف (پژواک ٢٠ مرغومی، ۹۶): ازبکستان له افغانستان سره د انرژۍ، لوړو زده کړو، سوداګرۍ، ترانسپورت، برېښنا، هوايي الوتنې او رېل کرښې په برخه کې د خپلو همکاريو په لا غځېدو ټينګار وکړ

د مرغومي په ٢٠مه، د ازبکستان هېواد د ولسمشر ځانګړی استازی  عصمت الله يرګرشوف حيرتان بندر ته راغلی و او په ترڅ کې يې له افغانستان سره يې په يادو برخو کې د همکاريو په لا زياتېدو ټينګار وکړ.

نوموړي په حيرتان بندر کې په هغو مراسمو کې برخه واخيسته، چې د ازبکستان هېواد د ۲۵ بسونو او درې ترکتورونو مرسته افغان لوړپوړو چارواکو ته وسپارل شوه.

په دغو مراسمو کې د بلخ د دولتي چارواکو تر څنګ د افغانستان د ترانسپورت وزير محمد حميد طهماسي هم برخه اخيتسې وه.

د ازبکستان د ولسمشر ځانګړي استازي يرګرشوف د خپلو خبرو په ترڅ کې وويل، ازبکستان له افغانستان سره د انرژۍ، برېښنا، ترانسپورت، سوداګرۍ، هوانوردي او ځينو نورو مهمو برخو کې همکارۍ ته ژمن دی.

ده زياته کړه، د جګړو له امله د افغانستان او ازبکستان اړيکې تر ډېرو کلونو پورې د نشت برابرې وې؛ خو اوس يې د دواړو هېوادونو تر منځ د ښو اړيکو پاللو شونتيا ډېره وګڼله.

هغه وويل: ((موږ هوډ لرو چې له خپل ورور هېواد سره په سختو حالاتو کې په څنګ کې اوسو.))

د يرګرشوف په وينا، په نږدې موده کې به په قرمز کې د افغانستان قونسلګري پرانيستل شي.

نوموړي زياته کړه، د ازبکستان ولسمشر په ځانګړې لارښوونې په قرمز کې د سلو افغان محصلينو لپاره د لوړو زده کړو زمينه برابره شوې، چې په لنډه موده کې به يې پيل کړي.

د ازبکستان د ولسمشر ځانګړي استازي له ازبکستان څخه تر پلخمري د برېښنا د نويو مزيو لېږدلو يادونه هم وکړه، چې د دواړو هېوادونو تر منځ يې سندونه لاسليک شوي او ډېر ژر به يې چارې پيل شي.

د ده په خبره، د برېښنا د دغو مزو په تېرېدو به د شمال زون او د کابل د برېښنا اوسنۍ ستونزې بشپړې حل شي.

هغه وويل، ازبکستان تصميم نيولی چې د راتلونکي کال له جولاى مياشت څخه به افغانستان ته د لېږدول شوې برېښنا بيه کې کمښت راولي.

نوموړي د ازبکستان او افغانستان تر منځ د الوتنو پيلېدل هم د اړيکو د لا ټينګښت لپاره نېک پال وګاڼه، چې يوه مياشت وړاندې پيل شوې دي.

يرګرشوف د حيرتان بندر له لارې د افغانستان او ازبکستان تر منځ رېل کرښې جوړېدل ا و بيا تر هرات ولايت پورې غځېدل يې د دواړو هېوادونو تر منځ د ترانسپورتي همکاريو ښه بېلګه وګڼله.

نوموړي زياته کړه، دوی د خپلو همکاريو د لا غځېدو له لارې هيله لري، چې په افغانستان کې د سولې مذکراتو ته ښه زمينه برابره کړای شي.

د هغه په وينا، ازبکستان هيله لري چې د افغانستان وسله وال مخالفين وسلې کېږدي او له خپل حکومت سره پخلا شي.

د افغانستان د ترانسپورت وزير محمد حميد طهماسي وويل، افغان دولت په دې هڅو کې دی، چې د ازبکستان او افغانستان د دولتونو او ملتونو تر منځ اړينې ترانسپورتي اسانتياوې برابرې کړي.

نوموړي زياته کړه، له ازبکستان سره د انرژۍ، برېښنا او ټرانزيټ او سوداګرۍ په برخه کې لازمې خبرې شوې دي.

طهماسي د ازبکستان ولسمشر له ځانګړي استازي څخه غوښتنه وکړه، چې د ازبکستان هېواد له خو له حيرتان بندر څخه د دغه هېواد تر اندي جان سيمې او بيا د چين تر داشغر سيمې پورې د ټرانزيټ او ترانسپورت اسانتياوو قرارداد، چې د افغانستان له لوري وراستول شوی، وڅاري.

د ده په خبره، د ازبکستان له خوا د دغه قرارداد په لاسليکېدو به د دواړو هېوادونو تر منځ ډېرې ترانسپورتي او سوداګريزې اسانتياوې رامنځ ته شي.

په يادو مراسمو کې د بلخ ولايت مقام مرستيال بشير توحيدي د افغانستان او ازبکستان اړيکې تاريخي وبللې.

نوموړي زياته کړه، د افغانستان نظام د ولسمشر محمد اشرف غني په رهبرۍ او ښه مديريت  له سختو شرايطو د وتو په حال کې  دی.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دولت او سياست