ميمنه (پژواک، ٢١ مرغومى ٩٦): په فارياب ولايت کې ځينې امنيتي سرچينې وايي چې په دولت اباد ولسوالۍ کې د يوه هوايي بريد په ترڅ کې لږ تر لږه ٢٥ وسله وال مخالفين وژل شوي او پنځه نور بيا په خواجه سبز پوش ولسوالۍ کې له دولت سره يو ځاى شوي دي.
د فارياب له امنيې قوماندانۍ په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د دولت اباد ولسوالۍ په کوچه کلا، بازارکلا او توبخانه کلا سیمو کې د بهرنيو ځواکونو هوايي بريدونو کې ٢٥ وسله وال مخالفين چې درې يې د احسان الله (توپان)، حيدر او رازمحمد خنجر (قهرمان) په نومونو کليدي قوماندانان دي، وژل شوي دي.
سرچينه وايي چې په دغه بريد کې د دولت د وسله مخالفينو ٢٥ موټرسايکلونه هم ويجاړ شوي دي.
د دولت اباد امنيه قوماندان سمونوال نعمت الله توفان وايي چې دغه مرګ ژوبله وروسته له هغه اوښتې چې دوى له ولسوالۍ څخه ميمنې ښار ته د امنيتي ځواکونو په روان اکمالاتي کاروان بريد وکړ، خو مخالفين له هوايي بريد سره مخ شول.
د هغه په خبره، پر اکمالاتي کاروان د طالبانو بريد کې يو موټر چلوونکى ژوبل شوی، خو په دولت اباد ولسوالۍ کې یې د طالبانو يوه قوماندان خپلو ملګرو ته اوښتې مرګ ژوبله رد کړه او ويې ويل چې د حيدري په نوم ډلمشر په ګډون دوه تنه وژل شوي او يو بل ژوبل شوى دى.
له بلې خوا په فارياب کې يو شمېر سرچينې وايي چې په خواجه سبزپوش ولسوالۍ کې د ملا يوسف حقيار اړوندې ډلې پنځه وسله وال طالبان نن غرمه له دولت سره يو ځاى شوي دي.
د خواجه سبز پوش ولسوال عبدالله معصومي وويل چې د ملا يوسف حقيار اړوند پنځه طالبان چې ملا حکيم، رحمت الله، عزت الله، زين الله او محمد اصف نومېږي، له دولت سره يو ځاى شوي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن