فراه (پژواک، ٢٢ مرغومى ٩٦) : د فراه ولايت په بالابلوک ولسوالۍ کې د يوې نښتې پر مهال درې پوليس وژل شوي دي.
ددې ولايت يوې امنيتي سرچينې پژواک اژانس ته وويل چې دا پېښه نن سهار وخته شاوخوا پنځه بجې رامنځته شوې ده.
سرچينه وايي چې وسله والو طالبانو د يادې ولسوالۍ د چکاب په سيمه کې د پوليسو پر يوې پوستې بريد کړى چې په پايله کې يې درې پوليس ووژل شول او يو تن يې ټپي شو.
بلخوا ځينو نورو سرچينو ويلي چې په ځوابي بريد کې يوشمېر وسله والو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده، خو کره شمېره يې په ډاګه نه کړه.
طالب وياند قاري يوسف احمدي وايي چې ددوى يو نفوذي ملګري پر يادې پوستې بريد کړى، شپږ پوليس يې وژلي، يوه عراده موټر، نور وسايل، وسلې او مهمات يې له ځانه سره وړي دي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP