مزارشريف (پژواک، ۲۳ مرغومی ۹۶) د بلخ ولايت يو شمېر اوسېدونکي د ارګ او عطامحمد نور تر منځ شته کړکېچ د هېواد په ګټه نه بولي او د پاى ته رسولو غوښتنه يې کوي.
بلخوا مدني فعالان ټينګار کوي، چې دواړه اړخونه بايد اساسي قانون په پام کې ونيسي.
د بلخ په مرکز مزارشريف ښار کې د مرغومي په ۲۳مه، د سادات قوم په بلنه، د قومي مشرانو، ځوانانو او مدني فعالانو غونډه وشوه، چې د ارګ او د بلخ د پخواني والي عطاء محمد نور ترمنځ د شته کړکېچ د پای ته رسېدو لپاره يې د منځګړيتوب وړانديز وکړ.
د سادات ټولنې مشر عبدالستار جمال يادې غونډې ته په خبرو کې وويل، دواړو اړخونه بايد د افغانستان روان حالت په نظر کې ونيسي او د کړکېچ د ختمولو لپاره کوښښ وکړي.
نوموړي زياته کړه، نه يواځې بلخ کې، بلکې په ټول هېواد کې د ارګ او نور تر منځ د روان کړکېچ له امله يو ډول وېره خپره ده.
د هغه په وينا، دوی هم اندېښنه لري، که چېرې تفاهم ونه شي، نو ښايي حالت بېرته د جنګونو دور ته وګرځي.
جمال وويل، د همدې په خاطر يې د بلخ قومي مشران راغونډ کړل، چې له دواړو اړخونو د شته کړکېچ د ختمېدو لپاره وړانديز وکړ.
نوموړي زياته کړه: ((موږ چمتو يو چې د ارګ او عطامحمد نور تر منځ د مشکل د ختمېدو لپاره جرګه وکړو.))
قومي مشر محمد ابراهيم وويل، افغانان نور د جګړو زغملو وس نه لري.
ده زياته کړه، له روان حالت څخه خلکو ته د خپلمنځيو جګړو وېره پيدا شوې، چې حکومت بايد د دغو جګړو د نه رامنځ ته کېدو ډاډ خلکو ته ورکړي.
د هغه په خبره، دواړه اړخونه بايد د افغانستان د سوکالۍ او ارامۍ په خاطر سره نږدې شي او مشکل حل کړي.
خو مدني فعالان د کړکېچ د پای ته رسېدو د پلويتوب تر څنګ، په دې هم ټينګار کوي چې ستونزه بايد د اساسي قانون په رڼا کې حل شي.
د بلخ د مدني ټولنو د اتحاديې مسوول حميد صفوت پژواک ته وويل: ((ډېری سياسي ګوندونه او اشخاص د خپلو ګټو د خوندي ساتلو په خاطر حالات کړکېچن کوي.))
نوموړي زياته کړه، خلک دا غواړي چې دغه کړکېچ ختم شي؛ خو بايد د خلکو د ګټو او د اساسي قانون په رڼا کې تصميمونه ونيول شي.
د يادې غونډې په پای کې څو ماده ييز پرېکړليک هم وړاندې شو، چې په کې له ملګرو ملتونو هم د شته کړکېچ د ختمولو لپاره د کوښښ کولو غوښتنه شوې وه.
له تېرې يوې مياشتې راهيسې عطامحمد نور د ارګ د هغې فيصلې پر وړاندې ولاړ دی، چې له مخې يې دی له بلخ ولايت مقام څخه ګوښه او پر ځای يې انجنير داوود د دغه ولايت د والي په توګه ګومارل شوی دى.
خو داوود تر دې دمه په رسمي توګه نه دی معرفي شوی او نه هم تر اوسه دغه ولايت ته راغلی دی.
ارګ ټينګار کوي چې په نږدې موده کې به نوی والي بلخ کې رسماً دولتي ادارو ته معرفي او خپلې چارې به پيل کړي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










