Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

خوست کې یو موټربم موخې ته له رسېدو مخکې شنډ شوی

خوست ښار (پژواک، ۲۷ مرغومی ۹۶): د خوست امنيتي منسوبين وايي چې د دغه ولايت په موسی خېلو ولسوالۍ کې يو موټربم موخې ته له رسېدو مخکې نيول شوی او شنډ کړی يې دی.

د خوست امنيه قوماندان مل پاسوال محمد داوود امين د مرغومي په ٢٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل، دغه صرف ډوله موټر چې له بمونو او چاودېدونکو توکو بار و، خوست ښار ته د لېږدولو پر مهال تېره شپه په موسی خېلو ولسوالۍ کې نيول شوی دی.

نوموړي زياته کړه، له موټربم سره څوک نه دي نيول شوي، خو د استخباراتي راپورونو پر بنسټ ويلي شي چې وسله والو طالبانو غوښتل چې حکومتي تاسيسات په نښه کړي.

قوماندان محمد داوود امين وويل چې ياد موټربم يې نن د خوست مرکز اړوند د ورغه کلي تر څنګ په سيمه کې په بشپړ ډول له منځه وړی، ماينونه او نور چادودېدونکو توکي يې ترې ايستلي دي.

په ورته وخت کې د موسې خېلو ولسوال ګلاب منګل پژواک اژانس ته وويل چې دا موټر د دې ولسوالۍ د ګبر په سيمه کې له چاودېدونکو توکو  بار شوی او خوست ته ښار ته په لاره د لادور خولې په سيمه کې چې د کشفي راپورونو پر بنسټ ونيول شو.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.