خوست ښار (پژواک، ۲۷ مرغومی ۹۶): د خوست امنيتي منسوبين وايي چې د دغه ولايت په موسی خېلو ولسوالۍ کې يو موټربم موخې ته له رسېدو مخکې نيول شوی او شنډ کړی يې دی.
د خوست امنيه قوماندان مل پاسوال محمد داوود امين د مرغومي په ٢٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل، دغه صرف ډوله موټر چې له بمونو او چاودېدونکو توکو بار و، خوست ښار ته د لېږدولو پر مهال تېره شپه په موسی خېلو ولسوالۍ کې نيول شوی دی.
نوموړي زياته کړه، له موټربم سره څوک نه دي نيول شوي، خو د استخباراتي راپورونو پر بنسټ ويلي شي چې وسله والو طالبانو غوښتل چې حکومتي تاسيسات په نښه کړي.
قوماندان محمد داوود امين وويل چې ياد موټربم يې نن د خوست مرکز اړوند د ورغه کلي تر څنګ په سيمه کې په بشپړ ډول له منځه وړی، ماينونه او نور چادودېدونکو توکي يې ترې ايستلي دي.
په ورته وخت کې د موسې خېلو ولسوال ګلاب منګل پژواک اژانس ته وويل چې دا موټر د دې ولسوالۍ د ګبر په سيمه کې له چاودېدونکو توکو بار شوی او خوست ته ښار ته په لاره د لادور خولې په سيمه کې چې د کشفي راپورونو پر بنسټ ونيول شو.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










