پل علم (پژواک، د سلواغې لومړۍ نېټه ٩٦): د لوګر حکومتي چارواکي وايي چې په څرخ ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو د عملياتو په ترڅ کې اته طالبان وژل شوي او شپږ نور ټپيان دي.
د لوګر د والي وياند سليم صالح د سلواغې په لومړۍ نېټه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دوه ورځې مخکې په څرخ ولسوالۍ کې چاڼيز عمليات پيل شوي دي.
هغه وايي چې په دغو عملياتو کې ٨ وسله وال طالبان وژل شوي او شپږ نور ټپيان دي.
د صالح د معلوماتو له مخې، په دې عملياتو کې د طالبانو يو موټر، د ځانمرګو درې واسکټونه، يوه اندازه چاودېدونکي توکي، پوځي جامې او د هويت کارتونه د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
نوموړى وويل چې په دې عملياتو کې عامو خلکو او امنيتي ځواکونو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
دغه راز د څرخ د پنګرام سيمې یوه اوسېدونکي سيد بلال پژواک ته وويل چې امنيتي ځواکونو په دې ولسوالۍ کې عمليات کړي دي.
هغه وايي: ((امنيتي ځواکونو اوس هم په سيمه کې دي، کور په کور يې تلاشي پيل کړې ده.))
سيد بلال د جګړې د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه درلودل.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
څرخ د مرکز پل علم په ٢٨ کيلومترۍ کې پرته ولسوالي ده چې ډېرې سيمې يې له وسله والو طالبانو سره دي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP