ښرنه(پژواک،٢سلواغه٩٦): د پکتيکا امنيتي چارواکي وايي چې د دې ولايت په دوه ولسواليو کې د امريکايي ځواکونو په هوايي بريدونو کې ٦٣ طالبان وژل شوي دي.
د پکتيکا امنيه قوماندان سمونوال محمد عظيم هاشمي د سلواغې په دويمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه امريکايي ځواکونو په برمل او نکه ولسواليو کې د طالبانو پر مرکزونو بريدونه کړي دي.
هغه وايي چې په دې بريدونو کې د طالبانو د مشهور قوماندان ترابي په ګډون ٦٣ طالبان وژل شوي دي.
د هغه په وينا، د بريدونو پرمهال د طالبانو وسلې، مهمات او پټنځايونه هم له منځه تللي دي.
دغه راز د نکې ولسوالۍ يواوسېدونکي سيد اکبر پژواک ته وويل چې د يادو بريدونو ترڅنګ امريکايي ځواکونو يو شمېر کسان هم له ځانه سره وړي دي.
بل لورته د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل چې په دې بريدونو کې د دوى ملګرو ته کوم زيان نه دى اوښتى.
مجاهد هم وويل چې له يادو ولسواليو څخه امريکايي ځواکونو يو شمېر کسان له ځانه سره وړي دي.
امريکايي ځواکونو د يادو څرګندونو په اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.
برمل او نکه د پکتيکا د نا امنو ولسواليو له ډلې څخه دي چې له ګاونډي هېواد پاکستان سره اوږده پوله هم لري.
د يو بل خبر له مخې، د کاپيسا امنیتي چارواکي وايي چې نن سهار د تګاب ولسوالۍ په څو سيمو کې د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو عملیات پيل کړي چې په پايله کې يې د وسله والو د يو سيمه ييز قوماندان په ګډون شپږ تنه نيول شوي دي.
د امنيه قوماندانۍ وياند محمد ايوب يوسفزي پژواک ته وويل چې نيول شوي کسان د پلټنو لپاره کابل ته لېږدول شوي دي.
يوسفزي دغه راز وويل چې نن سهار د کوهبند ولسوالۍ د درنامې په سیمه کې د یو پخواني ځای پر ځای شوي ماين د چاودنې له امله يو ماشوم ټپي او دواړه پښې يې پرې شوې دي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP