Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

لښکرګاه کې يوه ځانمرګي  ځان پوليسو ته  سپارلى

لښکرګاه(پژواک،٢سلواغه٩٦): د هلمند په مرکز لښکرګاه کې يوه ځانمرګي بريدګر ځان پوليسو ته  سپارلى دى.

د هلمند د امنيې قوماندانۍ وياند عبدالسلام افغان د سلواغې په دويمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې  دغه کس طالبانو له نادعلي ولسوالۍ څخه رالېږلى و، ترڅو په لښکرګاه کې ځانمرګى بريد وکړي.

ده وويل چې دغه کس له بريد کولو وړاندې د لومړۍ حوزې په مربوطاتو کې ځان پوليسو ته سپارلى دى.

افغان زياته کړه چې دغه کس اوسمهال په امنيې قوماندانۍ کې دى.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

هلمند د افغانستان تر ټولو نا امنه ولايت دى چې دا مهال يې د شپږو ولسواليو کنټرول له وسله والو طالبانو سره دى.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.