مزارشريف (پژواک، ۲ سلواغه ۹۶): د احمدشاه مسعود بنسټ مسوول احمد ولي مسعود وايي چې افغانستان له قانوني تشې سره مخ شوی او له همدې امله بحران رامنځته شوى دى.
خو ځيني مدني فعالان بيا په ورته حالاتو کې د سياسي شخصيتونو ورته څرګندونې د هېواد د ګټې سياست نه، بلکې د شخصي ګټو پالنې سياست بولي.
احمدولي مسعود چې بلخ ولايت ته راغلى، د سلواغې په ۲مه يې په مزارشريف ښار کې د جميعت ګوند له اجرائيه ریيس او د بلخ له پخواني والي عطامحمد نور سره له کتنې وروسته په خبري ناسته کې خبرې کولې، ارګ يې د عطامحمد نور او اجرائيه رياست تر منځ په اختلافاتو تورن کړ.
نوموړي زياته کړه چې د اوسني حکومت مشرتابه د خپلو هدفونو ترلاسه کېدو په موخه دغه دواړو اړخونه له يو بل سره په سياسي مخالفت کې ښکېل کړل.
هغه د ۲۰۱۴ زېږديز کال ټاکنې له درغليو ډکې او په هېواد کې يې د بحران د پيلېدو لامل وګڼلې.
مسعود وويل چې دمګړۍ اساسي قانون او د اوسني حکومت توافقنامه د نه عملي کېدو په حالت کې دي، چې له همدې امله يې هېواد له قانوني تشې سره مخ وباله.
نوموړي زياته کړه چې دغې تشې افغانستان له جدي بحران سره مخ کړی دی.
هغه په داسې حال کې چې عطامحمد نور ته يې د بلخ د والي خطاب وکړ، د هغه پر وړاندې يې د حکومت عمل غير قانوني وباله.
خو د بلخ مدني فعالان وايي چې په ورته حالاتو کې بايد سياسي شخصيتونو د افغانستان د روانو حالاتو د سمېدو هڅه وکړي.
مدني فعال احمد جاوېد د احمد ولي مسعود خبرې يو اړخيزې، بلکې د افغانستان د ګټو خلاف وګڼلې.
نوموړي له پژواک سره په خبرو کې وويل چې ورته څرګندونې د افغانستان په ګټه نه، بلکې د سياسي اشخاصو د شخصي او ګوندي ګټو د پالنې په موخه ويل کېږي.
احمد ولي مسعود د عطامحمد نور او حکومت تر منځ د روانې سياسي لانجې حل د جميعت او ارګ تر منځ د مذکراتو برياليتوب پورې تړلې مسئله وګڼله.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP