منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۱۴ غ.م
۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

ولي مسعود: افغانستان له قانوني تشې سره مخ شوى

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۱۴ کتنې

مزارشريف (پژواک، ۲ سلواغه ۹۶): د احمدشاه مسعود بنسټ مسوول احمد ولي مسعود وايي چې افغانستان له قانوني تشې سره مخ شوی او له همدې امله بحران رامنځته شوى دى.

خو ځيني مدني فعالان بيا په ورته حالاتو کې د سياسي شخصيتونو ورته څرګندونې د هېواد د ګټې سياست نه، بلکې د شخصي ګټو پالنې سياست بولي.

احمدولي مسعود چې بلخ ولايت ته راغلى، د سلواغې په ۲مه يې په مزارشريف ښار کې د جميعت ګوند له اجرائيه ریيس او د بلخ له پخواني والي عطامحمد نور سره له کتنې وروسته په خبري ناسته کې خبرې کولې، ارګ يې د عطامحمد نور او اجرائيه رياست تر منځ په اختلافاتو تورن کړ.

نوموړي زياته کړه چې د اوسني حکومت مشرتابه د خپلو هدفونو ترلاسه کېدو په موخه دغه دواړو اړخونه له يو بل سره په سياسي مخالفت کې ښکېل کړل.

هغه د ۲۰۱۴ زېږديز کال ټاکنې له درغليو ډکې او په هېواد کې يې د بحران د پيلېدو لامل وګڼلې.

مسعود وويل چې دمګړۍ اساسي قانون او د اوسني حکومت توافقنامه د نه عملي کېدو په حالت کې دي، چې له همدې امله يې هېواد له قانوني تشې سره مخ وباله.

نوموړي زياته کړه چې دغې تشې افغانستان له جدي بحران سره مخ کړی دی.

هغه په داسې حال کې چې عطامحمد نور ته يې د بلخ د والي خطاب وکړ، د هغه پر وړاندې يې د حکومت عمل غير قانوني وباله.

خو د بلخ مدني فعالان وايي چې په ورته حالاتو کې بايد سياسي شخصيتونو د افغانستان د روانو حالاتو د سمېدو هڅه وکړي.

مدني فعال احمد جاوېد د احمد ولي مسعود خبرې يو اړخيزې، بلکې د افغانستان د ګټو خلاف وګڼلې.

نوموړي له پژواک سره په خبرو کې وويل چې ورته څرګندونې د افغانستان په ګټه نه، بلکې د سياسي اشخاصو د شخصي او ګوندي ګټو د پالنې په موخه ويل کېږي.

احمد ولي مسعود د عطامحمد نور او حکومت تر منځ د روانې سياسي لانجې حل د جميعت او ارګ تر منځ د مذکراتو برياليتوب پورې تړلې مسئله وګڼله.

تېره ورځ د بلخ ولايتي شورا رييس ډاکتر محمد افضل حديد له پژواک سره په خبرو کې د ارګ او جميعت تر منځ روان مذاکرات بريالي وبلل.

نوموړي زياته کړه چې د دواړو اړخونو تر منځ له ۱۲ غوښتنو پر ۸ توافق شوی دی.

له تېرې يوې مياشتې عطامحمد نور د ارګ د هغې فيصلې پر وړاندې ولاړ دی چې له امله يې له بلخ ولايت مقام څخه ګوښه کړای شوی دی.

دی او د ده سياسي پلويان نږدې هره ورځ پر حکومت بېلا بېل تورونه لګوي، خو ارګ د بلخ مسئله کوچنۍ بولي او ټينګار کوي چې ډېر زر به يې حل کړي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دولت او سياست