واشنګټن (پژواک، ٣ سلواغه ٩٦): د بشري حقوقو د څار نړيوال سازمان د کابل پر انټرکانټنينټال ډله ييز بريد جنګي جنايت بللى دى.
يوې ډلې وسله والو طالبانو د مرغومي په ٣٠مه د شپې نهه بجې د کابل پر انټرکانټنينټال هوټل بريد وکړ چې تر ١٦ ساعتونو وروسته دا جګړه پاى ته ورسېده.
که څه هم د کورنيو چارو و زارت د وژل شوو کسانو شمېر پنځه تنه ښيي، خو د عامې روغتيا وزارت وايي چې ٢٢ جسدونه يې عدلي طب ته لېږلي دي.
په وژل شوو کسانو کې ١٤ بهرنيان دي چې ډېرى يې د اوکراين پيلوټان او انجنيران وو چې له کام اير هوايي شرکت سره يې دنده لرله.
وسله والو طالبانو د دغه بريد مسووليت پر غاړه اخيستى دى.
د بشري حقوقو د څار نړيوال سازمان د سلواغې په ٣مه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د کابل پر انټرکانټنينټال ډله ييز بريد جنګي جنايت دى او وسله والو طالبانو په قصدي توګه ملکي وګړي په نښه کړې دي.
سرچينې زياته کړې، پر کانټنينټال هوټل بريد د هغو بريدونو د لړۍ يوه کړۍ ده چې د وسله والو طالبانو له خوا پر ملکي وګړو ترسره کېږي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چا چې د دغو بريدونو امر کړى او پلانونه جوړ کړي، هغوى جنګي جنايت ترسره کړى او له نړيوالو قوانينو يې سرغړونه کړې ده.
د بشري حقوقو د څار نړيوال سازمان ويلي چې له تېر کال راهيسې په افغانستان کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې کچه لوړه شوې ده.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن