منځپانګې ته تلل
یکشنبه 18 اکتوبر 2026 · کابل 7:31 غ.م
ننوتل
10° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑20° ↓7°
د هوا کیفیت: منځنی
امنیت او جرمونهغړي

د بشري حقوقو د څار سازمان د کابل پر انټرکانټيننټل هوټل بريد جنګي جنايت بلی

· 2 دقیقې لوستل · 105 کتنې

واشنګټن (پژواک، ٣ سلواغه ٩٦): د بشري حقوقو د څار نړيوال سازمان د کابل پر انټرکانټنينټال ډله ييز بريد جنګي جنايت بللى دى.

يوې ډلې وسله والو طالبانو د مرغومي په ٣٠مه د شپې نهه بجې د کابل پر انټرکانټنينټال هوټل بريد وکړ چې تر ١٦ ساعتونو وروسته دا جګړه پاى ته ورسېده.

که څه هم د کورنيو چارو و زارت د وژل شوو کسانو شمېر پنځه تنه ښيي، خو د عامې روغتيا وزارت وايي چې ٢٢ جسدونه يې عدلي طب ته لېږلي دي.

په وژل شوو کسانو کې ١٤ بهرنيان دي چې ډېرى يې د اوکراين پيلوټان او انجنيران وو چې له کام اير هوايي شرکت سره يې دنده لرله.

وسله والو طالبانو د دغه بريد مسووليت پر غاړه اخيستى دى.

د بشري حقوقو د څار نړيوال سازمان د سلواغې په ٣مه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د  کابل پر انټرکانټنينټال ډله ييز بريد جنګي جنايت دى او وسله والو طالبانو په قصدي توګه ملکي وګړي په نښه کړې دي.

سرچينې زياته کړې، پر کانټنينټال هوټل بريد د هغو بريدونو د لړۍ يوه کړۍ ده چې د وسله والو طالبانو له خوا پر ملکي وګړو ترسره کېږي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چا چې د دغو بريدونو امر کړى او پلانونه جوړ کړي، هغوى جنګي جنايت ترسره کړى او له نړيوالو قوانينو يې سرغړونه کړې ده.

د بشري حقوقو د څار نړيوال سازمان ويلي چې له تېر کال راهيسې په افغانستان کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې کچه لوړه شوې ده.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

لليت کمار
پېژندپاڼه او ټول راپورونه

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه
امنیت او جرمونه

غزني کې د ځمکې پر سر د شخړې له امله یوه کس ژوند له لاسه ورکړی

امنیت او جرمونه

جوزجان کې يو کس د خپل ورور د وژنې په تور نیول شوی

امنیت او جرمونه

د پاکستان له بندخونو ازاد شوي ۸۹ افغانان هېواد ته راستانه شول

امنیت او جرمونه

هلمند کې د څلورو انسان‌تښتوونکو نیول کېدل؛ دوه تښتولي کسان ژغورل شوي

امنیت او جرمونه

مجاهد: د جرمونو نړۍواله محکمه دې له خپل صلاحیته پورته ادعاوې نه کوي

امنیت او جرمونه

له نشه‌يي توکو سره د مبارزې وزارت مرستیال او د یو‌اېن‌او‌ډي‌سي مشر د همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی

امنیت او جرمونه

اروپايي ټولنې پر کونړ او هلمند د پاکستان په هوايي بریدونو کې د ملکي وګړو مرګ‌ژوبله وغندله

امنیت او جرمونه

کابلوف: د مسکو فارمت په غونډه کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر کړکېچ بحث کېږي