کندوز (پژواک، ٣ سلواغه ٩٦): د کندوز په امام صاحب ولسوالۍ کې د يوه پله د نړېدو له امله د دوولسو کليو لويې لارې د ولسوالۍ له مرکز سره تړل شوې دي.
د دغو کليو اوسېدونکي وايي چې د جوى بېګم پله په نړېدو سره د خوراکي توکو بيې لوړې شوې او له نورو ستونزو سره هم مخ دي.
د امام صاحب ولسوالۍ د قرغز کلي قومي مشر ارباب حبيب الله پژواک خبري اژانس ته وويل چې د جوى بېګم تر پله لاندې وسله والو طالبانو ماين ځاى پر ځاى کړى و چې له امله يې دغه پل نړېدلی دى.
هغه زياته کړه: ((دغه پل ماين خراب کړى دى، د ١٢ کليو لار له مرکز سره تړل شوې، موږ له يوې ډېرې لرې لارې د ولسوالۍ مرکز ته ځان رسوو چې هم يې کرايه ګرانه ده او هم وخت ډېر نيسي.))
ده وويل چې حکومت بايد هر څه ژر دغه ويجاړ شوى پل بېرته ورغوي؛ ځکه زرګونه کسان له دې امله له ستونزو سره مخ دي.
دغه راز د دهقان قشلاق کلي اوسېدونکي نجيب الله هم ورته څرګندونې وکړې او ويې ويل چې د پله د ويجاړېدو له امله د خوراکي توکو بيې څو برابره لوړې شوې دي.
هغه زياته کړه: ((دغه پل ويجاړ شوى، زموږ لاره ډېره اوږده ده، پخوا که مو ٤٠ افغانۍ کرايه ورکوله اوس اتيا يا سل افغانۍ کرايه ورکوو، تر څو د ولسوالۍ مرکز ته ورسېږو.))
همدارنګه د نواباد کلي اوسېدونکي ميرويس هم ورته ستونزې يادې کړې او ويې ويل چې د خوراکي توکو بيې هم ډېرې لوړې شوط دي.
د هغه د معلوماتو له مخې، د يوې بوجۍ وړو بيه له ١٣٠٠ څخه ١٥٠٠ افغانیو ته لوړه شوې، د پنځه کيلويي غوړيو بيه له پنځه سوو څخه اووه سوو ته او د يو من بورې بيه له ٣٠٠ څخه ٤٥٠ افغانيو ته لوړه شوې ده.
د یادو کليو يو شمېر نورو اوسېدونکو هم ورته څرګندونې وکړې او حکومت نه يې غوښتنه کوله چې هر څه ژر دغه پل ورته جوړ کړي.
د اړوندې موضوع په اړه د امام صاحب ولسوال محبوب الله سعيدي پژواک ته وويل چې طالبانو دغه پل ويجاړ کړى چې له امله د ١٢ کليو لويې لارې د ولسوالۍ له مرکز سره تړل شوې او زرګونه کسان له ستونزو سره مخ دي.
ده وويل چې په دې اړه يې له اړوندو چارواکو سره خبرې کړې او په روان مالي کال کې به يې د جوړېدو چارې پيل شي.
login or register a new account.