Language

د کندهار په زندان کې د بندیانو اعتصاب پای ته ورسېد

کندهار (پژواک، ۴ سلواغه ۹۶): د کندهار په عمومي محبس کې لسګونو هغو زندانیانو چې په درنو جرمونو تورن دي، له دوو ورځو وروسته د نه خوړلو اعتصاب پای ته ورساوه.

د دغه زندان لسګونو بندیانو د خپلو دوسیو د ځنډ او د دوی په حق کې د قاضیانو د ناعادلانه پرېکړو په خلاف اعتصاب کړی و.

نن دغه زندان ته د کندهار د والي په مشرۍ یو پلاوی تللی وو چې په ټولنيزو چارو کې د ولایت مقام مرستيال حاجي اغا لالی دستګیري، د ولایتي شورا رییس حاجي سيدجان خاکرېزوال، د بشر حقونو د خپلواک کمېسیون استازي، د عدلي او قضايي ارګانونو او امنيتي ارګانونو مسوولین په کې شامل وو.

دغه پلاوي له بندیانو سره خبرې وکړې، هغوی یې قانون منلو ته وهڅول او له هغوی یې وغوښتل چې اعتصاب پای ته ورسوي.

لومړی د زندانیانو استازو خبري وکړې او ویې ویل چې له یوه پلوه د بندیانو دوسیې په ځنډ څېړل کېږي او له بله پلوه د هغوی د دوسیو د څېړلو پر مهال له عدل څخه کار نه اخیستل کېږي او بندیان په اوږد حبس محکومېږي.

د کندهار والي زلمي ویسا د بندیانو له استازو سره په لیدنه کې وویل چې عدلي او قضايي ارګانونه په خپلو چارو کې خپلواک دی او څوک په کې د مداخلې حق نه لري.

هغه د زندانیانو له استازو وغوښتل چې قانون ته غاړه کښېږدي او خپل اعتصاب پاى ته ورسوي.

خو د کندهار د ولایتي شورا رییس حاجي سيدجان خاکريزوال وویل چې له زندانیانو سره به د هغوی د قانوني غوښتنو په پوره کېدو کې پوره همکاري وکړي.

د دواړو لورو تر منځ چې د ولایتي شورا، عدلي او قضايي ارګانونو او بشر حقونو خپلواک کمېسون استازو په کې ګډون درلود، زندانیان قانع کړل چې اعتصاب پای ته ورسوي.

د دغه محبس څو تنو بندیانو له پژواک خبري اژانس سره په ټېلیفوني اړیکو کې وویل چې د خپلو حقونو د تر لاسه کولو په موخه یې د نه خوړلو اعتصاب پیل کړی و.

د عبدالسلام په نوم یوه بندي پژواک خبري اژانس ته وویل، له یوې خوا د بندیانو دوسیې ان د یوه کال په تېرېدو هم نه دي څېړل شوي، بل پلو په دې وروستیو کې له بګرام زندان څخه د هغوی د دوسیو د څېړلو په موخه یو پلاوی کندهار ته راغلی، خو هغوی دوسیې په سمه توګه نه څېړي او په پرېکړو کې له عدل څخه کار نه اخلي.

نوموړی وايي، دغه پلاوی له شواهدو او ثبوت پرته ټولو بندیانو ته اوږد حبس ټاکي چې دا انصاف نه دی.

login or register a new account.

Related Topics