ژبه

تازه خبرونه
د بلخ نوی والي: له فساد سره مبارزه مې لومړیتوبونو کې ده

مزارشريف (پژواک، ۵ سلواغه ۹۶): د بلخ نوی والي انجينر داوود وايي چې له فساد سره مبارزه يې په لومړيتوبونو کې ده او د دغه ولايت فاسدین به عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپاري.

نوموړي دغه څرګندونې په يو ويډيويي پيغام کې کړې چې يوه کاپي يې د سلواغې په ٥مه پژواک خبري اژانس ته لېږل شوې ده.

هغه په دغه پيغام کې ويلي چې په بلخ ولايت کې به د والي په توګه خپلې چارې د ټولنې له ټولو قشرونو سره په مشوره مخې ته وړي.

انجنير داوود که څه هم، څه باندې يو مياشت کېږي، د ولسمشر له خوا د بلخ د والي په توګه ګومارل شوی؛ خو د بلخ د پخواني والي عطامحمد نور د مخالفت له امله يې لا هم خپله دنده نه ده پيل کړې او په کابل کې اوسېږي.

نوموړي له کابله د بلخ رسنيو ته په خپل ويډيويي پيغام کې په دغه ولايت کې د والي په توګه د دندې له پيلېدو سره سم په دولتي ادارو کې د فساد پر وړاندې د جدي مبارزې پيلولو يادونه هم کړې ده.

ده زياته کړه: ((د تېرو ۱۶ کلونو پر مهال په بلخ کې ډېر کار شوی، خو په دولتي ادارو کې فساد هم شته دی، زه به د دغه فساد پر وړاندې کار کوم او فساد پېشه خلک به ورک کړم.))

د بلخ نوي والي وويل چې د فساد ورکېدو بنسټيزې طرحې او د پلی کېدو لپاره عزم لري چې د بلخ له خلکو او په ځانګړې توګه له ځوانانو يې په دې برخه کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.

نوموړي زياته کړه، له هېچا سره به په کينه چلند ونه کړي، خو په دولتي ادارو کې به اصلاحات ضرور راولي.

د هغه په وينا، هغه خلک چې په فساد کې ښکېل وي، د عدلي او قضايي ارګانونو له لارې به پرې قانون پلی کوي.

نوموړي د يو هېواد چارې د محلي او مرکزي حکومت له اړيکو پرته ناشونې وبللې.

انجنير داوود وايي: ((لومړی کار به زه دا کوم چې د محلي حکومت اړيکې به له مرکزي حکومت سره ټينګوم.))

نوموړي په ټولو برخو کې د بلخ خلکو ته د سمو خدمتونو وړاندې کېدو لپاره له مرکزي حکومت سره اړيکې اړينې وبللې.

هغه همداراز ټينګار وکړ، هېچا او هېڅ ډلې ته به په بلخ کې د قومي سياست کولو ته اجازه ورنه کړي.

نوي والي بلخ د نسبي امنيت لرونکی ولايت وباله او ژمنه يې وکړه چې دغه ولايت به په بشپړ امنيت لرونکي ولايت تبديلوي.

د هغه په وينا له امنيتي ځواکونو سره به په ګډه کار کوي.

انجنير داوود ژمنه وکړه چې په بلخ کې به داسې نظامي طرحې به عملي کړي، چې په شاوخوا ولايتونو کې به هم د داعش او وسلوالو طالبانو پر وړاندې ښه پايلې ولري.

انجينر داوود د بلخ د سوداګريز چارو په تړاو ويلي چې ډېره پاملرنه به صادراتي چارو ته وکړي، چې د اقتصادي پرمختګ تر څنګ  له دې لارې خلکو ته د کار زمينه هم برابره شي.

هغه ټينګار وکړ چې د بلخ له پخواني والي عطامحمد نور سره هېڅ ډول مشکل نه لري، بلکې هغه يې د جهاد وختونو ملګری او خپل ورور ياد کړ.

نوموړي اوسنۍ شخړه د  عطاء محمد نور او ارګ تر منځ وګڼله .

ده هيله وښوده چې د خبرو اترو له لارې به سياسي ستونزې حل شي او دی به ډېر زر د بلخ د والي په توګه خپله دنده پيل کړي.

انجنير داوود وويل، کله چې يې د بلخ د والي په توګه دنده پای ته ورسېده؛ نو په ډېر عزت او وقار به يې پرېږدي.