Language

په تورخم بندر کې له سوداګرو په جعل سره ميليونونه افغانۍ اخيستل شوي

کابل (پژواک،۸سلواغه۹۶): د پژواک خبري اژانس موندنې ښيي چې په تورخم بندر کې له پاکستان څخه افغانستان ته د وارداتي توکو ته د جعلي تصديق پاڼو  وېشلو له لارې د سوداګرو لسګونه ميليون افغانۍ حيف و ميل شوې دي.

مېوې، سابه، چرګان او د چرګانو غوښه، هغه توکي دي چې له پاکستان څخه هېواد ته د واردېدو پرمهال بايد د پاکستان صحي تصديق پاڼه ولري.

خو ځينې سرچينې وايي، له کابو درې نيم کالو راهيسې په تورخم بندر کې د کرنې وزارت د قرنطين مديريت، يادې شوې تصديق پاڼې نه مني او سوداګر اړ باسي چې د "حميد" په نامه له يوه افغان شرکت څخه د ۳زره پاکستانۍ کلدارو په بدل کې جعلي تصديق پاڼې واخلي

د "بايکا لمېټډ" سوداګريز او لوجستکي شرکت مشر پروېز قاري زاده چې له پاکستان څخه تازه مېوه او ترکاري واردوي، پژواک خبري اژانس ته يې وويل: "موږ په پېښور ښار کې د پاکستان د کرنې وزارت له قرنطين رياست څخه د ۲۵۰کلدارو په بدل کې صحي سرټيفيکيټ (تصديق پاڼه) ترلاسه کوله، خو په تورخم کې د کرنې وزارت د قرنطين مدير له خوا زموږ سرټيفيکيټ ردېده، موږ ته يې وويل چې دغه سرټيفيکيټ موږ ته رسميت نه لري، ورشئ هغه نمونه راوړئ چې د کرنې وزارت درکړې ده."

نوموړي دغه راز وويل: "زما موټر چلوونکي ياد شوي مدير ته وويل چې دا سرټيفيکيټ له کومه کړو، ده ورته وويل چې لاړ شئ او له حميد شرکت څخه يې واخلئ او رايې وړئ... د حميد شرکت يوه پاڼه سرټيفيکيټ چې خپله يې جعلي جوړاوه، پر موږ يې په ۳۰۰۰کلدارو خرڅاوه. "

نوموړي پژواک ته دوه ډوله تصديق پاڼې ورکړې او ويې ويل چې دا يوه د "پاکستان اصلي تصديق پاڼه ده" او دا بله هغه  "جعلي تصديق پاڼه You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.