کابل (پژواک،۸سلواغه۹۶): د پژواک خبري اژانس موندنې ښيي چې په تورخم بندر کې له پاکستان څخه افغانستان ته د وارداتي توکو ته د جعلي تصديق پاڼو وېشلو له لارې د سوداګرو لسګونه ميليون افغانۍ حيف و ميل شوې دي.
مېوې، سابه، چرګان او د چرګانو غوښه، هغه توکي دي چې له پاکستان څخه هېواد ته د واردېدو پرمهال بايد د پاکستان صحي تصديق پاڼه ولري.
خو ځينې سرچينې وايي، له کابو درې نيم کالو راهيسې په تورخم بندر کې د کرنې وزارت د قرنطين مديريت، يادې شوې تصديق پاڼې نه مني او سوداګر اړ باسي چې د "حميد" په نامه له يوه افغان شرکت څخه د ۳زره پاکستانۍ کلدارو په بدل کې جعلي تصديق پاڼې واخلي
د "بايکا لمېټډ" سوداګريز او لوجستکي شرکت مشر پروېز قاري زاده چې له پاکستان څخه تازه مېوه او ترکاري واردوي، پژواک خبري اژانس ته يې وويل: "موږ په پېښور ښار کې د پاکستان د کرنې وزارت له قرنطين رياست څخه د ۲۵۰کلدارو په بدل کې صحي سرټيفيکيټ (تصديق پاڼه) ترلاسه کوله، خو په تورخم کې د کرنې وزارت د قرنطين مدير له خوا زموږ سرټيفيکيټ ردېده، موږ ته يې وويل چې دغه سرټيفيکيټ موږ ته رسميت نه لري، ورشئ هغه نمونه راوړئ چې د کرنې وزارت درکړې ده."
نوموړي دغه راز وويل: "زما موټر چلوونکي ياد شوي مدير ته وويل چې دا سرټيفيکيټ له کومه کړو، ده ورته وويل چې لاړ شئ او له حميد شرکت څخه يې واخلئ او رايې وړئ... د حميد شرکت يوه پاڼه سرټيفيکيټ چې خپله يې جعلي جوړاوه، پر موږ يې په ۳۰۰۰کلدارو خرڅاوه. "
نوموړي پژواک ته دوه ډوله تصديق پاڼې ورکړې او ويې ويل چې دا يوه د "پاکستان اصلي تصديق پاڼه ده" او دا بله هغه "جعلي تصديق پاڼه " ده چې حميد شرکت له خوا د يادو شويو توکو واردوونکو ته ورکول کېده.
د نوموړي په خبره، په اصلي تصديق پاڼه کې د پاکستان د اړوندو ادارې لوګو، ايميل پته او نور اړين مشخصات موجود دي، خو په جعلي تصديق پاڼه کې دا شيان نشته او له لرې ښکاري چې جعلي ده.
پژواک د تصديق پاڼو دواړه کاپۍ د هغه ايميل پتې له لارې چې پر "اصلي تصديق پاڼه" کې موجوده ده، شريکې کړې، څو د صحت او جعلي توب په اړه يې معلومات ورکړي، خو تر اوسه يې ځواب نه دی ورکړی.
پژواک دغه راز په هغې تصديق پاڼه کې پر ليکلې شمېره چې قاري زاده يې اصلي ګڼي، تماس ونيو او هغه کس چې ځواب يې ورکړ، دا تاييد کړه چې دغه شماره د پاکستان د کرنې وزارت د اړونده برخې ده، خو زياته يې کړه چې دی په داسې موقف کې نه دی چې د تصديق پاڼې د صحت په اړه ځواب ووايي.
ياد شوي کس پژواک ته د بل کس شماره ورکړه، خو له دې شمارې سره اړيکه ونه نيول شوه.
قاري زاده وويل چې دی تېر کال له څو تنو سوداګرو سره د کرنې او سوداګرۍ وزارتونو، لويې څارنوالۍ او د افغانسان د سوداګرۍ خونې ته ورغی، خو دغه ستونزه حل نه شوه. تر دې چې په دې وروستيو کې د ننګرهار د مدني بنسټونو د همغږۍ شورا په همکارۍ سره يې دغه ستونزه د کرنې په چارو کې د ولسمشر له اقتصادي سلاکار حامد هلمندي سره شريکه کړه او ياده شوې موضوع له دې لارې ولسمشر ته ورسېده.
د قاري زاده د معلوماتو له مخې، څو ورځې وړاندې د يادې شوې قضيې په تړاو څو کسان نيول شوي دي او اوس د سوداګرو مالونه له صحي تصديق پاڼې پرته او له فزيکې معاينې وروسته هېواد ته راوړل کېږي.
د کورنيو چارو وزارت مرستيال وياند نصرت رحيمي د جزئياتو له وړاندې کولو پرته وويل چې په څو وروستيو ورځو کې په تورخم بندر کې د فساد د شتون په تړاو ۷کسان نيول شوي دي.
ننګرهار کې د مدني بنسټونو د همغږۍ شورا مشر عبداللطيف واحدي وويل، ياد بنسټ له هغې وروسته چې شاوخوا يوه مياشت وړاندې د سوداګرو شکايتونو ترلاسه کړل، دغه موضوع يې وڅېړله او دې پايلې ته ورسېدل چې شاوخوا له درې نيمو کلونو راهيسې د دغو توکو سوداګر به اړ ايستل کېدل، څو د درې زره پاکستانۍ کلدارو په بدل کې جعلي روغتيايي تصديق پاڼې وپېري.
د "فريد شېرزاد شرکت" مرستيال ذبيح الله هم چې له پاکستان څخه مېوه او سبزيجات را واردوي، د درې زره پاکستانۍ کلدارو په بدل کې د سوداګرو له لوري د مجبوريت له مخې د جعلي روغتيايي تصديق پاڼو وېشل تاييدوي.
هغه وويل: "موږ له پاکستان يو موټر مالټې راوړې؛ اصلي پاکستانۍ روغتيايي تصديق پاڼه مو هم درلوده، خو په تورخم کې د کرنې چارواکو راته وويل چې دغه تصديق پاڼه ورته رسميت نه لري؛ هغه بله تصديق پاڼه مو چې پيدا کړه، بيا يې هم بهانه کوله چې ټاپه نه لري؛ له مالټو بار موټر کې مو زياته اندازه مالټې خرابې شوې وې."
دغه راز د کابل د مېوې او سبزيجاتو ټولنې مشر حاجي اخترمحمد احمدي د يادې ستونزې په تاييدولو سره وويل، په دغه برخه کې په لوړه اندازه فساد شته او هغه پيسې چې د حميد شرکت به د جعلي تصديق پاڼو په بدل کې ترلاسه کولې، شخصي جېبونو ته تللې.
د مليونونه افغانيو چور کېدل










