Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

مزارشريف کې د دوو وکيلانو د وسله والو تر منځ نښته کې ٧ کسان ټپيان شوي

مزارشريف (پژواک، ٩سلواغه ٩٦): د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې د ملي شورا د دوو وکيلانو تر منځ په وسله وال نښته کې اووه کسان ټپيان شوي دي.

د بلخ د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال عبدالرزاق قادري د سلواغې په ٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه پرون له غرمې وروسته د ښار په درېيمه امنيتي حوزه کې رامنځته شوې وه.

هغه زياته کړه چې په ولسي جرګه کې د دغه ولايت د وکيل عباس ابراهيم زاده او د مشرانو جرګې د غړي عباس اخلاقي د وسله والو تر منځ پر يوه حقوقي موضوع شخړه رامنځته شوې ده.

دى وايي چې په دې نښته کې تر اوسه له دواړو لورو څو کسان ټپيان شوي او بيا ماښام مهال د درېيمګړو په هلو ځلو د دواړو لورو تر منځ روغه وشوه.

د عباس ابراهيمزاده د ډلې يوه غړي حسن رسا پژواک اژانس ته وويل چې دا شخړه حقوقي وه او د يوه اپارتمان پر سر رامنځته شوې وه.

هغه وايي چې د سلمان په نامه يوه پخواني جهادي قوماندان د درېيمګړتوب لپاره ساحې ته راغلى و چې په ډزو کې د هغه پنځه ساتونکي هم ټپيان شوي دي.

د مزار شريف د ملکي روغتون رييس ډاکتر نورمحمد فيض پژواک ته وويل چې دوى ته څلور ټپيان ور وړل شوي دي.

خو حسن رسا وايي چې دوه سخت ټپيان خصوصي روغتون ته وړل شوي دي.

د ښار د درېيمې امنيتي حوزې اړوند د قابلې پروين او ماما ابراهيم په څلورلاره کې خلک بند پاتې دي، د موټرو تګ راتګ نه کېږي او خلکو کې وېره خپره شوې وه.

د يادونې ده، په دې وروستيو کې په مزارشريف ښار کې د نا مسوولو وسله والو شتون زيات شوى دى.

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.