پل علم(پژواک،١٠سلواغه٩٦): د لوګر د بره کي برک ولسوالۍ اوسېدونکي وايي چې د ملي اردو سرتېرو په يوه جامع جومات کې پوسته جوړه کړې او په دې جومات کې خلکو ته د لمونځ کولو اجازه نه ورکوي.
د اړوندې موضوع په اړه د سلواغې په لسمه د دې ولسوالۍ يو شمېر اوسېدونکي د لوګر ولايتي شورا ته د شکايت په موخه ورغلي وو.
د دې کسانو له ډلې څخه قومي مشر سالم خان پژواک خبري اژانس ته وويل چې له څه مودې راهيسې د ٢٠٣ تندر قول اردو د څلورمې لوا سرتېرو د بره کي راجان سيمې په جامع جومات کې پوسته جوړه کړې ده.
دغه قومي مشر وايي: (( دغه جومات خلکو په شخصي لګښت جوړ کړى دى، خو اوس په کې اردو پوسته جوړه کړې، خلک نه پرېږدي چې د لمونځ لپاره ورشي او کله چې طالبان او د ملي اردو ترمنځ جګړه وشي، نو د جومات ديوالونه هم زيانمن کيږي.))
دغه راز د بره کي راجان سيمې اوسېدونکي عزيزالله پژواک ته وويل چې دغه موضوع يې له سيمه ييزو او د ملي اردو له چارواکو سره شريکه کړې، خو تر اوسه يې په اړه کوم اقدام نه دى شوى.
هغه وايي: (( د کلي په جومات کې يې پوسته جوړه کړې، هره ورځ جګړه وي، جومات يې ډېر زيانمن کړى دى.))
عزيزالله ګواښ وکړ چې که د ملي اردو ځواکونه هرڅه ژر دغه پوسته لرې نه کړي نو د سيمې د خلکو او ملي اردو د ځواکونو ترمنځ به ډېرې ستونزې پيدا شي.
د يادو کسانو د خبرو تر اورېدو وروسته د لوګر د ولايتي شورا رييس حسيب الله ستانکزي وويل چې دغه موضوع به هرڅه ژر له اړوندو چارواکو سره شريکه کړي.
ده زياته کړه: (( زه نه پوهيږم چې ملي اردو دغه کار ولې کړى دى، دا خو په لوى لاس طالبانو ته د جګړې د برابرولو بهانه ده خو زه خپله دغه موضوع جدي تعقيبوم.))
دغه راز د بره کي برک ولسوال محمد رحيم امين هم پژواک ته وويل چې د ملي اردو سرتېرو په يوه جامع جومات کې پوسته جوړه کړې ده.
ولسوال وايي: (( خلک دې له لوړو مقامات څخه د پوستې د لرې کولو امر راوړي، نو دغه پوسته به يو مناسب ځاى ته انتقال کړو.))
د اړوندې موضوع په اړه د تندر قول اردو د ستراتيژيکو او عامه اړيکو امر ډګروال فضل خدا پژواک ته وويل چې د دې موضوع په اړه دوى معلومات نه لري.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP