پل علم(پژواک،١٠سلواغه٩٦): د لوګر د بره کي برک ولسوالۍ اوسېدونکي وايي چې د ملي اردو سرتېرو په يوه جامع جومات کې پوسته جوړه کړې او په دې جومات کې خلکو ته د لمونځ کولو اجازه نه ورکوي.
د اړوندې موضوع په اړه د سلواغې په لسمه د دې ولسوالۍ يو شمېر اوسېدونکي د لوګر ولايتي شورا ته د شکايت په موخه ورغلي وو.
د دې کسانو له ډلې څخه قومي مشر سالم خان پژواک خبري اژانس ته وويل چې له څه مودې راهيسې د ٢٠٣ تندر قول اردو د څلورمې لوا سرتېرو د بره کي راجان سيمې په جامع جومات کې پوسته جوړه کړې ده.
دغه قومي مشر وايي: (( دغه جومات خلکو په شخصي لګښت جوړ کړى دى، خو اوس په کې اردو پوسته جوړه کړې، خلک نه پرېږدي چې د لمونځ لپاره ورشي او کله چې طالبان او د ملي اردو ترمنځ جګړه وشي، نو د جومات ديوالونه هم زيانمن کيږي.))
دغه راز د بره کي راجان سيمې اوسېدونکي عزيزالله پژواک ته وويل چې دغه موضوع يې له سيمه ييزو او د ملي اردو له چارواکو سره شريکه کړې، خو تر اوسه يې په اړه کوم اقدام نه دى شوى.
هغه وايي: (( د کلي په جومات کې يې پوسته جوړه کړې، هره ورځ جګړه وي، جومات يې ډېر زيانمن کړى دى.))
عزيزالله ګواښ وکړ چې که د ملي اردو ځواکونه هرڅه ژر دغه پوسته لرې نه کړي نو د سيمې د خلکو او ملي اردو د ځواکونو ترمنځ به ډېرې ستونزې پيدا شي.
د يادو کسانو د خبرو تر اورېدو وروسته د لوګر د ولايتي شورا رييس حسيب الله ستانکزي وويل چې دغه موضوع به هرڅه ژر له اړوندو چارواکو سره شريکه کړي.
ده زياته کړه: (( زه نه پوهيږم چې ملي اردو دغه کار ولې کړى دى، دا خو په لوى لاس طالبانو ته د جګړې د برابرولو بهانه ده خو زه خپله دغه موضوع جدي تعقيبوم.))
دغه راز د بره کي برک ولسوال محمد رحيم امين هم پژواک ته وويل چې د ملي اردو سرتېرو په يوه جامع جومات کې پوسته جوړه کړې ده.
ولسوال وايي: (( خلک دې له لوړو مقامات څخه د پوستې د لرې کولو امر راوړي، نو دغه پوسته به يو مناسب ځاى ته انتقال کړو.))
د اړوندې موضوع په اړه د تندر قول اردو د ستراتيژيکو او عامه اړيکو امر ډګروال فضل خدا پژواک ته وويل چې د دې موضوع په اړه دوى معلومات نه لري.
هغه وايي: (( خو اوس چې تاسو موږ ته خبر راکړ، دغه موضوع به جدي تعقيب کړو.))
خو بل لورته د څلورمې لوا مطبوعاتي مسوول تورن احمد شکيل تسل پژواک ته وويل چې پوسته په جومات کې نه، بلکې جومات ته څېرمه جوړه شوې ده.
هغه وايي: (( دغه ځاى موږ ته ستراتيژيک موقعيت لري، نو ځکه مو پوسته جوړه کړې خو بيا هم که خلک ډېر ټينګار کوي، موږ حاضر يو چې پوسته بلې سيمې ته انتقال کړو.))
خو تسل ونه ويل چې څه وخت پوسته بلې سيمې ته انتقالوي .
د يادونې ده چې بره کي برک د پل علم سوېل ته په ١٨ کيلومترۍ کې پرته ولسوالۍ ده چې د دې ولايت له نا امنو سيمو څخه شمېرل کيږي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










