Language

د پکتیکا د ځینو ولسوالیو خلک له نا امنۍ څخه شکايت کوي

ښرنه (پژواک، ١١ سلواغه ٩٦): د پکتيکا د يو شمېر ولسواليو اوسېدونکي وايي چې په سيمو کې یې امنيتي ستونزې ډېرې دي نو حکومت دې د ژمي له موسمه په ګټې اخيستنې سره پوځي عمليات ترسره کړي.

په دې ولسواليو کې نکه، خوشامند، ګيان، ګومل، برمل او اومنه شامل دي چې اوسېدونکي يې له نا امنۍ څخه شکايت کوي.

د نکې ولسوالۍ اوسېدونکي سردارمحمد ځدراڼ د سلواغې په ١١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دې ولسوالۍ ډېرې سيمې د وسله والو طالبانو په ولکه کې دي.

هغه وايي: ((خلک له وېرې د طالبانو اطاعت کوي، دلته هر څه د طالبانو په لاس کې دي.))

د نوموړي په وينا، د نا امنۍ له امله خلک له وزګارتيا او ځينو نورو ستونزو سره هم مخ دي.

دغه راز د برمل ولسوالۍ اوسېدونکي نورالله پژواک ته وويل چې د ژمي په موسم کې د طالبانو شمېر کم وي، نو بايد عمليات پرې وشي.

ده وويل چې د دې ولسوالۍ ډېرې سيمې نا امنه دي او پاکستاني پوځيان هم کله نا کله دلته ستونزې جوړوي.

برمل له ګاونډي هېواد پاکستان سره اوږده پوله لري.

همدارنګه د ګيان ولسوالۍ اوسېدونکي عزيزالله پژواک ته وويل چې له يوې درې پرته نور ټوله ولسوالۍ د طالبانو په کنټرول کې ده.

ده وويل چې حکومت بايد ګيان کې عمليات وکړي او له هغه وروسته دې د امنيت د ټينګښت په موخه پوستې جوړې کړي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، دا مهال نکه، خوشامند، ګيان، ګومل، برمل او اومنه ولسوالۍ له لوړ امنيتي ګواښ سره مخ دي.

د يادو ولسواليو يو شمېر نورو اوسېدونکو هم ورته څرګندونې وکړې او له حکومته يې غوښتنه وکړه چې د ژمي له موسم څخه په ګټې اخيستنې سره پوځي عمليات ترسره کړي.

login or register a new account.