ښرنه (پژواک، ١١ سلواغه ٩٦): د پکتيکا د يو شمېر ولسواليو اوسېدونکي وايي چې په سيمو کې یې امنيتي ستونزې ډېرې دي نو حکومت دې د ژمي له موسمه په ګټې اخيستنې سره پوځي عمليات ترسره کړي.
په دې ولسواليو کې نکه، خوشامند، ګيان، ګومل، برمل او اومنه شامل دي چې اوسېدونکي يې له نا امنۍ څخه شکايت کوي.
د نکې ولسوالۍ اوسېدونکي سردارمحمد ځدراڼ د سلواغې په ١١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دې ولسوالۍ ډېرې سيمې د وسله والو طالبانو په ولکه کې دي.
هغه وايي: ((خلک له وېرې د طالبانو اطاعت کوي، دلته هر څه د طالبانو په لاس کې دي.))
د نوموړي په وينا، د نا امنۍ له امله خلک له وزګارتيا او ځينو نورو ستونزو سره هم مخ دي.
دغه راز د برمل ولسوالۍ اوسېدونکي نورالله پژواک ته وويل چې د ژمي په موسم کې د طالبانو شمېر کم وي، نو بايد عمليات پرې وشي.
ده وويل چې د دې ولسوالۍ ډېرې سيمې نا امنه دي او پاکستاني پوځيان هم کله نا کله دلته ستونزې جوړوي.
برمل له ګاونډي هېواد پاکستان سره اوږده پوله لري.
همدارنګه د ګيان ولسوالۍ اوسېدونکي عزيزالله پژواک ته وويل چې له يوې درې پرته نور ټوله ولسوالۍ د طالبانو په کنټرول کې ده.
ده وويل چې حکومت بايد ګيان کې عمليات وکړي او له هغه وروسته دې د امنيت د ټينګښت په موخه پوستې جوړې کړي.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، دا مهال نکه، خوشامند، ګيان، ګومل، برمل او اومنه ولسوالۍ له لوړ امنيتي ګواښ سره مخ دي.
د يادو ولسواليو يو شمېر نورو اوسېدونکو هم ورته څرګندونې وکړې او له حکومته يې غوښتنه وکړه چې د ژمي له موسم څخه په ګټې اخيستنې سره پوځي عمليات ترسره کړي.
د يادو څرګندونو په اړه د پکتيکا د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال عبدالروف مسعود پژواک ته وويل چې امنيتي ارګانونو پلان جوړ کړى څو په ځينو سيمو کې عمليات ترسره کړي.
نوموړي زياته کړه چې دغه عمليات به په هغو سيمو کې ترسره شي چې اوسمهال د طالبانو په کنټرول کې دي.
هغه د دې پوښتنې په ځواب کې چې دا مهال کومې سيمې له طالبانو سره دي د معلوماتو له ورکولو ډډه وکړه.
د يادونې ده، وسله والو طالبانو له تېرو ١٤ کلونو راهيسې د ګواشتې په سيمه کې د وړممۍ، تروې او وازېخوا ولسواليو لويې لارې له مرکز ښرنې سره تړلي دي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










