کندهار (پژواک، ۱۴ سلواغه ۹۶): د کندهار ښار او د امریکا د متحده ایالاتو د کونسل بلفس ښار تر منځ د ښاري خوندیتوب تړون لاسلیک شو.
د کندهار ښاروالۍ ویاند زمري څرګند پژواک خبري اژانس ته وویل، په دې وروستیو کې کندهار ښاروال د امریکا متحده ایالاتو ته سفر کړی و او هلته یې د کندهار ښار او د دغه هېواد د Iowaايالت د Council Bluffs ښار تر منځ د ښاري خويندتوب يا sister cities partnership تړون لاسلیک کړ.
هغه دا د هېواد او کندهار ښار لپاره لویه لاسته راوړنه او پرمختګ وګاڼه.
په دې اړه د کندهار ښاروال انجنیر روښان ولسمل پژواک خبري اژانس ته وویل چې د دغه تړون له مخې به د کندهار ښاروالۍ د کمپيوټري سيسټمونو ايجاد او پراختیا ته زمينه برابره شي، فرهنګي فعاليتونو به يې پراخ شي، د ظرفيت او وړتیا لوړولو پروګرامونو او فرصتونو ته به لاسرسی ډېر شي او هم به علمي او تحقيقاتي پروژې پلې شي.
هغه یادونه وکړه چې په ورته توګه کندهار ښاروالۍ د ایران د مشهد ښاروالۍ سره هم په اړیکه کې ده څو د دوه اړخيزو اړيکو لپاره چاپېريال برابر شي.
نوموړي زیاته کړه، له دغو لارو هڅه کوي د کندهار ښاروالۍ وړتیا په بنسټيزه او هر اړخيزه توګه لوړه کړي، څو وکړای شي لا ډېرو خدماتو عرضه کولو، د ښاريانو لپاره د غوره ښاري ژوند برابرولو او د خلکو د ژوند د کيفيت لوړولو جوګه شي.
دا په داسې حال کې ده چې څو میاشتې وړاندې کندهار ښاروال انجنیر روښان ولسمل د ښاروالانو د نړیوال پارلمان Global Parliament of Mayors (GPM) غړیتوب هم تر لاسه کړی و.
login or register a new account.