کلات (پژواک، ١٥ سلواغه ٩٦): د زابل ولايتي شورا مشر وايي، د دغه ولايت په څلورو ولسواليو کې داعش وسله وال فعال مرکزونه لري او دغه وسله وال له دغه ځايه د افغانستان نورو سيمو ته لېږدول کېږي.
خو د زابل والي بيا وايي، د پاکستان او ايران استخباراتي کړيو دغه ولايت نا امنه کړى دى.
د زابل ولايتي شورا رييس عطاجان د سلواغې په ١٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې وروستيو کې داعش وسله وال د دغه ولايت په څلورو ولسواليو (داى چوپان، خاک افغان، نوبهار او ارغنداب) کې فعال مرکزونه جوړ کړي دي.
ده زياته کړه: ((د زابل پنځوس فيصده خاوره له وسله وال مخالفينو سره ده چې په دې کې داعش او نورې وسله والې ډلې شاملې دي.))
د هغه په وينا، داعش وسله وال په يادو مرکزونو کې روزل کېږي او بيا د افغانستان نورو سيمو ته استول کېږي.
نوموړي د خپلو څرګندونو په اړه اسناد وړاندې نه کړل، خو زياته یې کړه چې حکومت بايد په دغه ولايت کې د وسله وال مخالفينو د فعاليتونو د مخنيوي لپاره جدي اقدامات وکړي.
د يادو څرګندونو په غبرګون کې د زابل والي خيال محمد حسيني پژواک ته وويل چې په دغه ولايت کې ټوله نا امني د پاکستان او ايران استخباراتي کړيو جوړه کړې ده.
د ده په خبره، په مرکز کلات کې امنيتي ستونزې کمې دي، خو په ولسواليو کې ځکه ډېرې دي چې له ګاونډيو هېوادونو سره پولې لري.
دى وايي: ((په دې ولايت کې داعش نشته، يواځې خاک افغان ولسوالۍ له طالبانو سره ده، خو هغې ته هم موږ ډېر نږدې پراته يو.))
والي وويل، په دغه ولايت کې د افغان دولت وسله وال مخالفين به د يوه منظم چوکاټ له مخې وځپل شي.
په دې اړه د داى چوپان اوسېدونکي خان محمد پژواک ته وويل، د دې ولسوالۍ يواځې مرکز له حکومت سره دى، پاتې نورې سيمې يې له طالبانو سره دي.
هغه زياته کړه: ((زموږ د ولسوالۍ په ډېرو سيمو کې طالبانو مکتبونه هم بند کړي او خلکو ته د تګ اجازه نه ورکوي.))
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن