Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ثریا: ماما او د هغه زامنو ووهلم، خو په اړه یې کوم شکایت نه لرم

تالقان (پژواک، ١٦ سلواغه ٩٦): د تخار په چاه اب ولسوالۍ کې صحرايي محکمه شوې مېرمن وايي چې د خپل ماما او د ماما زامنو له لوري وهل شوې ده، خو په دې اړه کوم شکايت نه لري.

بلخوا د دې پېښې په تور تر اوسه اووه تنه نيول شوي دي.

شاوخوا درې مياشتې وړاندې د تخار د چاه اب ولسوالۍ په رباط سيمه کې يوه ښځه د څو تنو له خوا په صحرايي محکمه کې په لرګيو کې وهل شوې ده.

په دې اړه تېره اوونۍ په فېسبوک پاڼو کې يوه ويډيو خپره شوه چې بيا حکومتي چارواکو، د تخار سيمه ييزو چارواکو ته په دې اړه د جدي اقداماتو سپارښتنه وکړه.

د تخار چارواکو دغه مېرمن او د دې پېښې په تړاو يو شمېر نيول شوي کسان نن مرکز تالقانو ته راوستلي وو.

دغه ٢٢ کلنه مېرمنه ثريا نومېږي.

ثريا د سلواغې په ١٦مه په مرکز تالقانو کې خبريالانو ته وويل چې د خپل ماما او د ماما د زامنو له لوري، په عام محضر کې په لرګيو وهل شوې خو په دې اړه هېڅ شکايت نه لري.

هغې د دې پوښتنې په ځواب کې چې ولې شکايت نه لري وويل: ((دغه پېښه درې مياشتې مخکې شوې ده، اوس زه هم ښه شوې يمه او زخمونه مې هم ښه شوي دي.))

دې وويل چې د نا مشروع اړيکو لرلو په تور صحرايي محکمه شوې وه، په داسې حال کې چې نامشروع اړيکې يې نه درلودې.

ثريا وايي: ((زه د مور کور کې وم، یو کس چې زما د ورور او خاوند ملګری و، هغه ته مې ټيلېفون ورکړ چې جوړ یې کړي خو په همدې وخت کې زما د ماما زامن راغلل او زه يې ونيوم چې له دې کس سره نامشروع اړيکې لرې، نو بيا يې زه د وهلو لپاره بوتلمه.))

دې وويل چې د وهلو پر مهال يې خپله څادري پر ځان را تاو کړې وه څو بې ستره نه شي.

د هغې په وينا، يادو کسانو غوښتل چې دا و وژني خو د جومات ملا امام مولوي کريم الله له وژلو خلاصه کړې ده.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.