Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د نشه يي توکو د قاچاق په تور د يوې مېرمنې په ګډون ۱۳کسان نيول شوي

کابل (پژواک، ۱۸ سلواغه ۹۶): پوليسو په ځینو ولايتونو کې د نشه يي توکو د قاچاق په تړاو د يوې ښځې په ګډون ۱۳پوليس نيولي او له نشه يي توکو سره د مبارزې په عدلي او قضايي مرکزونو کې تر تعقيب لاندې دي.

له نشه يي توکو سره د مبارزې د عدلي او قضايي مرکز وياند او مطبوعاتي مسوول احمد خالد موحد پژواک خبري اژانس ته وويل چې ياد کسان  د تېرې اوونۍ په اوږدو کې په کابل، بلخ، خوست، ننګرهار، اروزګان او جوزجان ولايتونو کې نيول شوي دي.

سرچينې زياته کړه چې له دوی ټولو څخه له ۳ کيلو ګرامه ډېر پوډر، ۱۷۷ کيلوګرامه ترياک،۵۸۰ کيلوګرامه چرس، ۱۵۰۰ امريکايي ډالر،۹۰۰۰ هندۍ کلدارې،۱۵۳۰۰ پاکستانۍ کلدارې، ۱۶ سيېټه ګرځنده تيلېفونونه او درې بېلابېلې واسطې کشف او ضبط شوي دي.

د موحد د معلوماتو له مخې، له نيول شوو کسانو ۵ يې غوښتل چې د حامد کرزي له نړيوال هوايي ډګر ه د هندوستان ډيلي ښار ته ۳.۶۸۵ کيلوګرامه پوډر يوسي .

له نشه يي توکو او مسکراتو سره د مبارزې د عدلي او قضايي مرکز وياند دغه راز زياته کړه چې له يادو شکمنو کسانو ۱۰ يې په لومړنۍ محکمه کې له ۳ او ۶مياشتو څخه تر ۲۰ کاله بند محکوم  شول او د استيناف په محکمه کې د دوی ۱۱ تنه پر  بېلابېلو تنفيذي بندونو محکوم شوي دي.

د تېرې اوونۍ په بهير کې د نشه يي توکو د قاچاق په تور د ۱۳ تنو د نيول کېدو خبر په داسې حال کې ورکول شوی چې د روان کال په ليندۍ مياشت کې له نشه يي توکو سره د مبارزې په عدلي او قضايي مرکز کې د نشه يي توکو د قاچاق ۵۵قضيې ثبت شوې دي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.