خوست ښار( پژواک، ۲۶ سلواغې ۹۶): د خوست ولايت يو شمېر اوسېدونکي د ملي اردو پر منسوبينو نيوکه لري، چې ګوندې په دې ولايت کې د پرمختيايي پروژو په مخ کې خنډونه رامنځته کوي.
دغو اوسېدونکو د سلواغې په ٢٦مه، د خوست ښار ازاداۍ مېنې ته څېرمه د متون بابا غونډۍ په لمن کې پر هغه ځمکه د اعتراض په ډول خيمې وهلې، چې د دوی په وينا ملي اردو په کې د کورونو د جوړېډو مخه نيسي.
د دې اعتراض کوونکو له ډلې يو تن انجنير شريف الله چې څوکاله مخکې د خوست ښاروالۍ مرستيال هم و، پژواک اژانس ته وويل، چې د يادې شوې رهايشي پروژې ټول قانوني پړاوونه ترسره شوي دي.
نوموړي وويل: ((اته کاله مخکې مو پيسې بانک ته تحويل کړې دي. دا ټولې ۱۲۳ نمرې دي، د ځمکې د استملاک کارونه پنځه شپږ کاله مخې طى شوي، خو اوس يې ملي اردو د تطبيق مخه نيسي)).
نوموړي زياته کړه، چې ياده پروژه د ازادۍ مېنې د سي پروژې يوه برخه ده او هغه وخت چې خلکو ته په کې يوه يوه نمره ځمکه ورکول کېدله، شاړه پرته وه.
نوموړي په دې ولايت کې د ملي اردو د لومړۍ پلې لوا پر منسوبينو نيوکه وکړه، چې قانوني اسناد نه مني او پرته له کوم معقول دليل څخه د دې پروژې مخه نيسي او بې مسووليته خبرې کوي.
يوه بل اعتراض کوونکي حاجي رفيق الله پژواک اژانس ته وويل، چې ملي اردو نه يواځې د دې پروژې مخه نيسي، بلکې د خوست ښار په ځينو نورو برخو کې هم د يو شمېر نورو پرمختيايي پروژو د تطبيق مخه يې نيولې ده.
هغه زياته کړه : ((موږ د دې نمرو قانوني مستحق يو. د ملي اردو قوماندان اسناد نه دي کتلي او په پټو سترګو يې مخه نيسي. موږ دا وايو چې که له دې هرڅه پېښېدل مسووليت به يې د ملي اردو د قوماندان پرغاړه وي)).
بل لور ته د خوست ښاروال انجنير عبدالبصير محمدزی هم وايي، چې د يادې پروژې ځمکې د استملاک ټولې چارې ترسره شوي او د اوسېدنې د کورونو لپاره د خوست ښاروالۍ ته سپارل شوې ده.
هغه پژواک اژانس وويل: ((دا چې اوس نه وېشل کېږي ، ملي اردو يې خپل ملکيت بولي. بل اړخ يې دا دی چې يو شمېر ځوانان هم له دې کبله د دې پروژې مخه نيسي چې ګني دا شنه ساحه ده)).
نوموړي زياته کړه، چې ښاروالي په ياده مسئله کې د ښکېلو خواوو توافق او پرېکړې ته انتظار باسي او په خپله ښاروالي نه غواړي چې د دې پروژې له کبله له کوم ارګان سره مواجه شي.
پژواک هڅه وکړه چې په خوست کې د ملي اردو د لومړۍ پلې لوا د قوماندانۍ نظر هم له ځان سره ولري، خو له دې کبله چې نن عمومي رخصتي ده، په دې اړه يې کوم غبرګون تر لاسه نه شو کړای.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP