خوست ښار( پژواک، ۲۶ سلواغې ۹۶): د خوست ولايت يو شمېر اوسېدونکي د ملي اردو پر منسوبينو نيوکه لري، چې ګوندې په دې ولايت کې د پرمختيايي پروژو په مخ کې خنډونه رامنځته کوي.
دغو اوسېدونکو د سلواغې په ٢٦مه، د خوست ښار ازاداۍ مېنې ته څېرمه د متون بابا غونډۍ په لمن کې پر هغه ځمکه د اعتراض په ډول خيمې وهلې، چې د دوی په وينا ملي اردو په کې د کورونو د جوړېډو مخه نيسي.
د دې اعتراض کوونکو له ډلې يو تن انجنير شريف الله چې څوکاله مخکې د خوست ښاروالۍ مرستيال هم و، پژواک اژانس ته وويل، چې د يادې شوې رهايشي پروژې ټول قانوني پړاوونه ترسره شوي دي.
نوموړي وويل: ((اته کاله مخکې مو پيسې بانک ته تحويل کړې دي. دا ټولې ۱۲۳ نمرې دي، د ځمکې د استملاک کارونه پنځه شپږ کاله مخې طى شوي، خو اوس يې ملي اردو د تطبيق مخه نيسي)).
نوموړي زياته کړه، چې ياده پروژه د ازادۍ مېنې د سي پروژې يوه برخه ده او هغه وخت چې خلکو ته په کې يوه يوه نمره ځمکه ورکول کېدله، شاړه پرته وه.
نوموړي په دې ولايت کې د ملي اردو د لومړۍ پلې لوا پر منسوبينو نيوکه وکړه، چې قانوني اسناد نه مني او پرته له کوم معقول دليل څخه د دې پروژې مخه نيسي او بې مسووليته خبرې کوي.
يوه بل اعتراض کوونکي حاجي رفيق الله پژواک اژانس ته وويل، چې ملي اردو نه يواځې د دې پروژې مخه نيسي، بلکې د خوست ښار په ځينو نورو برخو کې هم د يو شمېر نورو پرمختيايي پروژو د تطبيق مخه يې نيولې ده.
هغه زياته کړه : ((موږ د دې نمرو قانوني مستحق يو. د ملي اردو قوماندان اسناد نه دي کتلي او په پټو سترګو يې مخه نيسي. موږ دا وايو چې که له دې هرڅه پېښېدل مسووليت به يې د ملي اردو د قوماندان پرغاړه وي)).
بل لور ته د خوست ښاروال انجنير عبدالبصير محمدزی هم وايي، چې د يادې پروژې ځمکې د استملاک ټولې چارې ترسره شوي او د اوسېدنې د کورونو لپاره د خوست ښاروالۍ ته سپارل شوې ده.
هغه پژواک اژانس وويل: ((دا چې اوس نه وېشل کېږي ، ملي اردو يې خپل ملکيت بولي. بل اړخ يې دا دی چې يو شمېر ځوانان هم له دې کبله د دې پروژې مخه نيسي چې ګني دا شنه ساحه ده)).
نوموړي زياته کړه، چې ښاروالي په ياده مسئله کې د ښکېلو خواوو توافق او پرېکړې ته انتظار باسي او په خپله ښاروالي نه غواړي چې د دې پروژې له کبله له کوم ارګان سره مواجه شي.
پژواک هڅه وکړه چې په خوست کې د ملي اردو د لومړۍ پلې لوا د قوماندانۍ نظر هم له ځان سره ولري، خو له دې کبله چې نن عمومي رخصتي ده، په دې اړه يې کوم غبرګون تر لاسه نه شو کړای.
په ورته وخت کې د ملي دفاع وزارت وياند دولت وزيري پژواک اژانس ته وويل، چې د يادې ځمکې له جنجال څخه خبر نه دی، خو که ځمکه د دفاع وزارت اړوند وي، چا ته يې د پروژو لپاره نه ورکوي.
هغه وايي: ((که چېرې ځمکه د دفاع وزارت وايي، په هېڅ صورت يې چا ته نه ورکوو او که ځمکه د خلکو وي بيا نو دفاع وزارت د خلکو په خدمت کې دی)).
د دې ترڅنګ ياد اوسېدونکي وايي، چې په خوست کې د ملي اردو د لومړۍ پلوا مسوولين د خوست ښار په جنوبي څنډه کې د ښار د سړکونو د پراختيا او همدرانګه د ځينو نورو پروژو مخه هم نيولې ده.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










