Language

د کابل ښار غر مېشتي: له لومړنيو اسانتياوو بې برخې يو

کابل (پژواک، ٢٨ سلواغه ٩٦): سلګونه کورنۍ چې د کابل ښار په جګو غرونو او غونډيو کې ژوند کوي، وايي چې لومړنيو اسانتياوو ته نه لاسرسي له ګڼو ستونزو سره مخ کړي او حکومت بايد د دغو ستونزو د حل په موخه اقدام وکړي.

اوسمهال په کابل ښار کې زرګونه کورنۍ د چهل دختران، شېردروازه، اسمايي، افشار، کارته سخي، خير خانې، دارالامان او ... غرونو کې ژوند کوي.

که څه هم د دې ساحو د اوسېدونکو کره شمېر هېڅ مسوولې ادارې ته څرګند نه دی، خو د کابل ښاروالي وايي چې د کابل ښار د اوسېدونکو ظرفيت د شته راپورونو پر بنسټ ٥٠٠ زره کسان ټاکل شوی، خو اوسمهال نږدې شپږ ميليونه تنو ته رسېږي چې له بېلابېلو فرهنګونو سره په پلازمېنه کې مېشت دي.

د پژواک خبري اژانس خبريال د ښار له بېلابېلو اوسېدونکو سره په خبرو کې وايي چې د اوبو نشتوالى، د تګ راتګ لارو نشتوالى، هټۍ، درملتون او ډاکټر ته د لاسرسي نشتوالى، په ځينو سيمو کې د کثافاتو د ډېريو شتون، د امنيت نشتوالى... او نور د دغو کورنيو له عمده ستونزو ګڼل کېږي.

د چهل دختران غر

د کابل لوېديځ کې د چهل دختران غره يو شمېر اوسېدونکو پژواک ته وويل چې د لارې نشتوالى، مغازې، ترانسپورټ او روغتون ته د اسانه لاسرسي نشتوالى يې ورځنۍ ستونزې دي.

فردوس چې له خپلې پنځه کسيزې کورنۍ سره له لسو کلونو راهيسې د دغه غره په لمن کې ژوند کوي، پژواک ته وويل: ((زموږ د کور او سړک تر منځ څه باندې ٣٠٠ متره واټن دى، که چېرته ناروغ ولرو، بايد تر سړکه يې په شا کړو، که کور ته سودا راوړو هم دغه لوړه لار په سختۍ سره وهو.))

د کابل ښار دغه اوسېدونکى وايي چې د ماشومانو او عمر خوړلو لپاره د دغه واټن وهل ډېر سخت دي، هغه زياته کړه: ((په دې وروستيو کلونو کې لسګونه ښځې، ماشومان او د لوړ عمر لرونکي نارينه پر دې لارې د پورته کېدو او ټيټېدو پرمهال لوېدلي، د ځينو يې لاس او پښې مات شوي يا ټپي شوي دي.))

هغه وويل چې دا ستونزه يې څو ځلې د سيمې د ګذر  له وکيل سره شريک کړې، څو اړونده ناحيه يې په برخه کې مرسته وکړي، خو تر اوسه پورې په دې اړه هېڅ اقدام نه دى شوى.

فردوس زياته کړه، شاوخوا ١٥ کاله کېږي چې په دې ساحه کې ژوند کوي، د دغه غره لوړو برخو ته د اوچتېدو لپاره معياري زينې نشته، د دغه غره په لاره کې ګڼې زينې خپله د خلکو له لوري جوړې شوې، د نامنظمو او نا معياري زينو ډېرې يې ويجاړې شوې دي.

د "شېردروازه" غر

د پلازمېنې سوېل ته د شېردوازې غره په لمنو کې مېشتې کورنۍ هم له ورته ستونزو سره مخ دي. دغه غر هم د کابل ښار له لوړو استوګنيزو ساحو څخه ګڼل کېږي. د غره ځينې برخې د ډېرې سړې هوا په سبب  په (يخدان) شهرت لري.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.