کابل (پژواک، ٢٨ سلواغه ٩٦): سلګونه کورنۍ چې د کابل ښار په جګو غرونو او غونډيو کې ژوند کوي، وايي چې لومړنيو اسانتياوو ته نه لاسرسي له ګڼو ستونزو سره مخ کړي او حکومت بايد د دغو ستونزو د حل په موخه اقدام وکړي.
اوسمهال په کابل ښار کې زرګونه کورنۍ د چهل دختران، شېردروازه، اسمايي، افشار، کارته سخي، خير خانې، دارالامان او ... غرونو کې ژوند کوي.
که څه هم د دې ساحو د اوسېدونکو کره شمېر هېڅ مسوولې ادارې ته څرګند نه دی، خو د کابل ښاروالي وايي چې د کابل ښار د اوسېدونکو ظرفيت د شته راپورونو پر بنسټ ٥٠٠ زره کسان ټاکل شوی، خو اوسمهال نږدې شپږ ميليونه تنو ته رسېږي چې له بېلابېلو فرهنګونو سره په پلازمېنه کې مېشت دي.
د پژواک خبري اژانس خبريال د ښار له بېلابېلو اوسېدونکو سره په خبرو کې وايي چې د اوبو نشتوالى، د تګ راتګ لارو نشتوالى، هټۍ، درملتون او ډاکټر ته د لاسرسي نشتوالى، په ځينو سيمو کې د کثافاتو د ډېريو شتون، د امنيت نشتوالى... او نور د دغو کورنيو له عمده ستونزو ګڼل کېږي.
د چهل دختران غر
د کابل لوېديځ کې د چهل دختران غره يو شمېر اوسېدونکو پژواک ته وويل چې د لارې نشتوالى، مغازې، ترانسپورټ او روغتون ته د اسانه لاسرسي نشتوالى يې ورځنۍ ستونزې دي.
فردوس چې له خپلې پنځه کسيزې کورنۍ سره له لسو کلونو راهيسې د دغه غره په لمن کې ژوند کوي، پژواک ته وويل: ((زموږ د کور او سړک تر منځ څه باندې ٣٠٠ متره واټن دى، که چېرته ناروغ ولرو، بايد تر سړکه يې په شا کړو، که کور ته سودا راوړو هم دغه لوړه لار په سختۍ سره وهو.))
د کابل ښار دغه اوسېدونکى وايي چې د ماشومانو او عمر خوړلو لپاره د دغه واټن وهل ډېر سخت دي، هغه زياته کړه: ((په دې وروستيو کلونو کې لسګونه ښځې، ماشومان او د لوړ عمر لرونکي نارينه پر دې لارې د پورته کېدو او ټيټېدو پرمهال لوېدلي، د ځينو يې لاس او پښې مات شوي يا ټپي شوي دي.))
هغه وويل چې دا ستونزه يې څو ځلې د سيمې د ګذر له وکيل سره شريک کړې، څو اړونده ناحيه يې په برخه کې مرسته وکړي، خو تر اوسه پورې په دې اړه هېڅ اقدام نه دى شوى.
فردوس زياته کړه، شاوخوا ١٥ کاله کېږي چې په دې ساحه کې ژوند کوي، د دغه غره لوړو برخو ته د اوچتېدو لپاره معياري زينې نشته، د دغه غره په لاره کې ګڼې زينې خپله د خلکو له لوري جوړې شوې، د نامنظمو او نا معياري زينو ډېرې يې ويجاړې شوې دي.
د "شېردروازه" غر
د پلازمېنې سوېل ته د شېردوازې غره په لمنو کې مېشتې کورنۍ هم له ورته ستونزو سره مخ دي. دغه غر هم د کابل ښار له لوړو استوګنيزو ساحو څخه ګڼل کېږي. د غره ځينې برخې د ډېرې سړې هوا په سبب په (يخدان) شهرت لري.
د يخدان سيمې اوسېدونکي دغه ساحه تر ټولو يخه ساحه يا د کابل ښار (سايبريا) هم بولي او وايي چې د دې سيمې ژمى شپږ مياشتې دى.
٦٥ کلن سيد سکندر له څه باندې ٢٠ کلونو راهيسې له خپلې کورنۍ سره د شېردوازه غره په تر ټولو لوړه برخه کې ژوند کوي.
نوموړي له پژواک سره په خبرو کې وويل چې پر لاره د تګ راتګ توان نه لري، له امله يې په مياشتو مياشتو هم تر سړکه نه را کوزېږي، هره ورځ د خپل کور له کړکۍ نه په واټونو د خلکو د تګ راتګ ننداره کوي.
هغه زياته کړه، سره له دې چې د دې ساحو د اوسېدونکو کورنيو لپاره له غره نه کوزېدل او جګېدل يو معمول کار دى، خو د ناروغانو، ماشومانو، عمر خوړلو او ښځو لپاره له لوړو ژورو او پېچومو تېرېدل ډېر ګران دي.
دغه عمرخوړلي په خپلو خبرو کې زياته کړه: ((که ماشومان، ښځې او بوډاګان له غره نه د کوزېدو او بېرته را ختلو پر مهال احتياط ونه کړي، له ستونزو سره مخ کېږي.))
د دې ساحې يوه بل اوسېدونکي حاجي غلام سخي هم پژواک ته وويل، هغه بوډاګان چې په دغوغرونو کې ژوند کوي، په ډېره سختۍ سره د خپلو کورونو او ښار تر منځ تګ راتګ کوي. د ناروغانو او تنفسي ناروغيو لرونکو ته خو دغه کار لا ډېر ستونزمن دى.
نوموړى چې شاوخوا ٥٥ کاله عمر لري، زياتوي: ((د يوه سپين ږيري کس لپاره پر دې لارو تګ راتګ ډېر سخت دى.))
له بلې خوا د دغه ځاى مېشتو کورنيو د ماشومانو لپاره ښوونځي، روغتيايي مرکزونو او پارکونو ته تګ راتګ سخت دى.
دوى وايي چې له خپلو تنګو او نريو کوڅو پرته د لوبو لپاره کوم بل ځاى نه لري.
ديارس کلن اميد چې له خپلې کورنۍ سره په شېردوازه غره کې ژوند کوي، پژواک ته وويل:((کوڅې مو ډېرې تنګې دي، توپ په کې نه شو وهلى.))
د "ټلوېزيون" غر
د کابل ښار د ټلوېزيون غره يو شمېر اوسېدونکو هم له پژواک سره په خبرو کې وويل چې روغتون ته د ناروغانو د لېږد، يا کور ته د اوبو او له بازار نه د نورو اړينو توکو راوړلو پر مهال په ځانګړي ډول ژمي کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
د دغه غره اوسېدونکى غياث الدين چې شاوخوا يوه مياشت وړاندې يې خپل ناروغ پلار د شپې اته بجې روغتون ته لېږدولى، پژواک ته وويل: ((له کوره نه روغتون ته د خپل ناروغ پلار لېږد سخت اندېښمن کړم، راته ګرانه وه، بالاخره د څو ګاونډيانو په همکارۍ وتوانېدم چې په نيم ساعت کې د کور او عمومي سړک تر منځ ٤٠٠ متره لار ووهو.))
نوموړي زياته کړه چې يوازې دى نه، بلکې د دغه ځاى ټول اوسېدونکي له دې ډول ستونزو سره مخامخ دي.
د دغه ځاى بلې اوسېدونکې نسرين وويل: ((د مېرمنو لپاره تګ راتګ ډېر خراب دى، په ځانګړي ډول د ميندوارو مېرمنو لپاره.))
هغې زياته کړه: ((د تګ راتګ ستونزې خورا زياتې دي، هغه خلک چې په نيمه شپه کې ناروغان شي، په ډېره سختۍ لاندې ښکته کېږي، حامله ښځې خو خورا ډېرې ستونزې لري، ګڼې ښځې چې په لوړو ساحو کې اوسېږي، حتى لا هم په دوديز ډول د ډاکتر له شتون پرته زېږون کوي.))
د توپ غر:
د توپ غره په لمنو کې مېشتې سلګونه کورنۍ هم له دې ډول ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.
د توپ غر چې له شېردروازه غره سره نښتى، اوسېدونکي يې وايي چې د دغه ځاى د خلکو د تګ راتګ لپاره شته زينې معياري نه دي، د خلکو له لوري جوړې شوې او اکثره وخت ستونزې را پيدا کوي.
رحمت الله چې له خپلې کورنۍ سره له لسو کلونو راهيسې د توپ غره لمنو کې ژوند کوي، پژواک ته وويل چې د ژمي په راتګ او ورښت سره يې ستونزې دوه چنده کېږي، ددې سيمې د تګ راتګ ټولې لارې له خټو ډکې او د تګ راتګ وړ نه دي.
د کابل ښار دغه اوسېدونکي د اوبو رسولو د منظم سيستم نشتوالى، د انبار شوو کثافاتو شتون او د تګ راتګ د منظمو زينو نشتوالى، د دې ساحې د اوسېدونکو نورې ستونزې وبللې.
هغه زياته کړه: ((کور مو د اوبو د ذخيرې په ٣٠٠ مترۍ کې دى، خو ماشومان مو له ذخيرې نه په بوشکو کې تر کوره پورې اوبه راوړي، د کم عمرو لپاره دا کار ډېر دروند دى.))
لس کلن حميد چې هره ورځ څو ځله د خپل کور لپاره په بوشکو کې د اوبو راوړلو لپاره څو ځله د اوبو تر ذخيرې پورې تګ راتګ کوي، پژواک ته وويل:((دوې مياشتې وړاندې مې کور ته په بوشکه کې اوبه راوړلې، ولوېدم، لاس مې مات شو، تر اوسه پورې نه دى ښه شوى او درد کوي.))
دا ډول ستونزې په غرونو کې د لوړ عمر لرونکو ته دوه چنده خنډونه جوړوي، په ځانګړي ډول د ناروغو او تنفسي ستونزو لرونکو عمر خوړولو ناروغانو ته.
٧٢ کلن حاجي محمد نور چې له ٢٠ کلونو راهيسې له خپلې ١٢ کسيزې کورنۍ سره د توپ غره په لمنو کې ژوند کوي، پژواک ته وويل: ((دلته ژوند ستونزمن دى، له ګڼو ستونزو سره کولى شو چې ښار ته تګ راتګ وکړو.))
دغه بوډا وويل چې په ژمي موسم کې هېڅ له کوره نه وځي، ځکه چې له غره نه کوزېدل او جګېدل له خطر سره ملګري دي.
د کابل ښار د لوړو غرونو او غونډيو د زرګونو اوسېدونکو دا شکايت داسې مهال مطرح کېږي چې د کابل ښاروالۍ چارواکي وايي: ((دغه کورونه په ناقانونه او خپل سري ډول جوړ شوي، ښاروالۍ د داسې کورونو د جوړولو مخنيوي لپاره جدي اقدام کړى، بايد د غرونو په لوړو برخو کې کورونه جوړ نه شي؛ ځکه چې جوړولو يې د کابل ښاريانو لپاره ګڼې ستونزې را پيدا کړې دي.))
د کابل ښاروالۍ وياند پژواک ته وويل: ((ښاروالي په دې برخه کې هېڅ ډول همکاري نه شي کولى، دا کورونو له تنظيفي اړخه د ښار لپاره ګڼې ستونزې پيدا کړې، کله چې باران ورېږي، نو ټول فاضلاب يې لاندې خواته راوړي، د ښار هوا ورسره ککړېږي.))
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.









