کلات (پژواک، ٢٨ سلواغه ٩٦): چارواکي وايي چې په زابل ولايت کې د وسله والو طالبانو په يوه بريد کې پنځه پوليس وژل شوي دي.
ددې ولايت يوې امنيتي سرچينې د سلواغې په ٢٨ مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه تېره شپه ناوخته د ولايت د مرکز کلات ښار د ملا دين په سيمه کې رامنځته شوې ده.
سرچينې زياته کړې چې وسله والو طالبانو د پوليسو پر يوې پوستې بريد کړى، پنځه پوليس يې وژلي او د هغوى وسلې يې هم له ځانه سره وړې دي.
د پوليسو سرچينې وايي، په ياده سيمه کې يې عمليات پيل کړي، خو تر اوسه يې جزييات نه دي په ډاګه شوي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP