ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په زابل کې پنځه پوليس وژل شوي

په زابل کې پنځه پوليس وژل شوي

author avatar
17 Feb 2018 - 13:08
په زابل کې پنځه پوليس وژل شوي
author avatar
17 Feb 2018 - 13:08

کلات (پژواک، ٢٨ سلواغه ٩٦): چارواکي وايي چې په زابل ولايت کې د وسله والو طالبانو په يوه بريد کې پنځه پوليس وژل شوي دي.

ددې ولايت يوې امنيتي سرچينې د سلواغې په ٢٨ مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه تېره شپه ناوخته د ولايت د مرکز کلات ښار  د ملا دين په سيمه کې رامنځته شوې ده.

سرچينې زياته کړې چې وسله والو طالبانو د پوليسو پر يوې پوستې بريد کړى، پنځه پوليس يې وژلي او د هغوى وسلې يې هم له ځانه سره وړې دي.

د پوليسو سرچينې وايي، په ياده سيمه کې يې عمليات پيل کړي، خو تر اوسه يې جزييات نه دي په ډاګه شوي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي. 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.