مزارشريف (پژواک، ۲۹ سلواغه ۹۶): سياسي کارپوهان وايي، د ارګ د فرمان پر وړاندې د سمنګان والي درېدل د عطامحمد نور او حکومت تر منځ مخالفت سره نېغې اړيکې لري.
تېره ورځ د ولسمشر محمد اشرف غني په فرمان د هېواد د پنځو ولايتونو واليان لرې او پر ځای يې نور وګومارل شول.
په دغه ډله کې د سمنګان والي عبدالکريم خدام هم شامل و، چې پر ځای يې عبداللطيف ابراهيمي د دغه ولايت د والي په توګه اعلان شو؛ خو خدام چې د جمعيت ګوند د رهبري شورا غړيتوب هم لري، د ارګ د دغې اعلاميې پر وړاندې ودرېد؛ د ولسمشر فرمان ته يې نه! وويل او ځان يې د سمنګان والي وباله.
نوموړي نن د سمنګان ولايت مقام کې رسنيو سره په خبرو کې وويل: ((زه د هغه توافق له مخې د سمنګان د والي په توګه مقرر شوی وم، چې د جمعيت ګوند او ارګ ترمنځ شو و.))
هغه په ښکاره ټکو کې وويل: ((د ارګ دغه فيصله ما ته د منلو وړ نه ده.))
د سمنګان مخکيني والي خدام زياته کړه، په دې برخه کې د جمعيت ګوند فيصلې ته په تمه دی، چې څه بايد وکړي.
همداراز په دې خبري ناسته کې د سمنګان ولايت مقام پخواني مرستيال ضياءالدين ضيا، چې کابو څلور مياشتې وړاندې له دندې ګوښه شوی و، خو لا يې د مرستيال والي په توګه دنده ترسره کوله، برخه لرله.
نوموړی چې په سمنګان کې د جمعيت ګوند له مهمو غړو او سرسړيو څخه شمېرل کېږي، وويل چې د ارګ فيصله ورته د منلو نه ده.
هغه د خدام د ملاتړ پر ښودو سربېره وويل، د جمعيت اسلامي ګوند تر وروستۍ فيصلې پورې به دوی دواړه د سمنګان د والي او مرستيال په توګه خپلې دندې پر مخ وړي.
ضياء ارګ ته ګواښ وکړ: ((ارګ د حفيظ الله امين د دورې په څېر تصميمونه نيسي او غواړي چې پلي يې کړي؛ دغسې تصميمونه دې يواځې په ارګ کې عملي کړي، په سمنګان کې عملي کېدونکي نه دي.))
د سياسي چارو کارپوهان، که څه هم د ورته مخالفتونو پر وړاندې ولس د ارګ ملګری بولي، خو بيا هم له مرکزي ادارې څخه غوښتنه کوي چې بايد مخنيوی يې وکړي.
د سياسي چارو کارپوه اباسين بريال پژواک خبري اژانس ته وويل، حکومت عطامحمد نور ته وخت ورکړ، چې په کراره يې پوه کړي؛ خو خدام ته به حوصله ونه کړي.
نوموړي د اوسني حکومت جوړښت ته په اشارې سره نيوکه وکړه، چې حکومت په همداسې يو سازش جوړ شوی و، چې بايد واليان په تفاهم سره مقرر کړي، چې له واليانو سره د لرې کېدو پر مهال له ستونزو سره مخامخ دی.
بريال د عطامحمد نور او ارګ تر منځ مخالفت ته په اشارې سره وويل چې د سمنګان ولايت د مخکيني والي بغاوت ورسره تړاو لري.
نوموړي زياته کړه: ((عطامحمد نور کوښښ کوي چې د سمنګان له لرې کړای شوي والي څخه د قرباني کېدونکي کرکټر په توګه کار واخلي.))
هغه ټينګار وکړ چې دا ټول اړخونه بايد په دې پوه شي چې حکومت د خپل فرمان له عملي کېدو پرته بله لاره نه لري او دغه خلک به يوه ورځ خپله ماتې مني.
خو د جمعيت ګوند مرستيال وياند ذبيح الله فطرت د ارګ پر وړاندې د سمنګان د لرې کړای شوي والي عبدالکريم خدام د درېدو په تړاو له ډېرو خبرو کولو ډډه وکړه.
خو نوموړي دې ټکي ته اشاره وکړه، چې خدام دغه تصميم د جمعيت ګوند او يا هم د عطامحمد نور په دستور نه دی نيولی.
فطرت وويل، په دې تړاو لا هم د جمعيت ګوند د رهبري شورا ناسته نه ده شوې، چې د نن ورځې تر پايه يې کېدونکې وبلله.
د شمال زون اوسېدونکي بيا وايي، واليان بايد ګوندي او شخصي ګټو پاللو په موخه د قانون پر وړاندې ونه درېږي.
د مزارشريف ښار اوسېدونکي ميرويس درمان پژواک ته وويل، د قانون له مخې د واليانو ګوښه کېدل او پر دندې ګومارل په ولسمشر پورې تړاو لري.
نوموړي زياته کړه، د سمنګان لرې کړای شوی والي بايد د قانون دغه اصل ته په کتو سره د ولسمشر د فرمان پر وړاندې ونه درېږي.
پژواک خبري اژانس د سمنګان د لرې کړای شوي والي د وروستي تصميم په تړاو د سيمه ييزو ارګانونو د نظر اخيستو هڅه وکړه، خو نظر يې تر لاسه نه شو کړای.
د سيمه ييزو ارګانونو وياندې منيرې يوسف زاده پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په دې تړاو هېڅ نظر نه لري.
عبدالکريم خدام په جمعيت ګوند پورې تړاو لرونکی د شمال زون دويم والي دی چې د حکومت د فيصلې پر وړاندې درېږي.
له کابو څلورو مياشتو د بلخ لرې کړای شوی والي او د جمعيت ګوند اجراييه رييس عطامحمد نور هم د حکومت پر وړاندې ولاړ دی او ځان د بلخ والي بولي. نوموړی نږدې هره ورځ حکومت او په ځانګړې توګه ولسمشر محمد اشرف غني ته له ارګه د وتو ګواښونه کوي، خو لا يې هم حکومت پر وړاندې چوپ دی.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










