کابل (پژواک، ٢٩ سلواغه ٩٦): د ملي يووالي حکومت اجراييه رييس، د پوليسو لپاره د نوې څلور کلنې ستراتېژۍ د اعلان په مراسمو کې د پوليسو د معاشونو پر لوړولو د ټينګار ترڅنګ وويل، د ښځينه پوليسو د ستونزو حل لپاره بايد د کورنيو چارو په چوکاټ کې يو معينيت رامنځته شي.
د پوليسو څلورکلنه ستراتېژي چې د پوليسو په ليکو کې د اصلاحاتو رامنځته کولو په موخه تدوين شوې، نن کابل کې د کورنيو چارو وزارت وزير له لوري اعلان شوه.
ډاکټر عبدالله عبدالله په ياده ناسته کې د دغې ستراتيژۍ له چمتو کولو ستاينه وکړه او ويې ويل، د يادې ستراتيژۍ په عملي کېدو سره به د خلکو او پوليسو ترمنځ اوسنى شته واټن له منځه ولاړ شي.
د هغه په وينا، حکومت د هېواد د امنيتي ځواکونو په ليکو کې د اصلاحاتو رامنځته کولو او روڼتيا برخې ته ژمن دى.
عبدالله زياته کړه، د هېواد امنيتي ځواکونه له خطرونو ډکې دندې ترسره کوي او بايد له دوى کلک ملاتړ وشي او نوموړى به د پوليسو معاشونو د لوړولو لپاره ګام پورته کړي.
نوموړي دغه راز د پوليسو په ليکو کې د ښځينه پوليسو د پياوړتيا په اړه د نړيوالې ټولنې ټينګار ته په اشارې سره زياته کړه، د کورنيو چارو وزارت په چوکاټ کې بايد د ښځينه پوليسو ستونزو ته د لاسرسي لپاره يو معينيت رامنځته شي.
د افغانستان اجراييه رييس وويل، د ښځينه پوليسو د ساتنمنۍ رتبې هم چې له مودو راهيسې يې په دغه برخه کې کار کړى؛ لوړې شي.
نوموړي دغه راز د پوليسو پر بې پلوۍ او غيرسياسي توب ټينګار وکړ او زياته يې کړه: "د پوليسو غيرسياسي ساتل په دې معنا دي چې سبا پارلماني، ولسواليو شوراګانو او ولسمشرۍ ټاکنې کېږي؛ دا چې پوليس خپله دنده ښه پر مخ يوسي او د ټاکنو امنيت په ټينګښت کې ونډه واخلي، د خلکو په رايو کې لاسوهنه ونه کړي چې دا يوه ډېره درنه دنده ده، موږ ټول پخوانۍ ترخې تجربې لرو، پايلې يې د افغانستان لپاره ډېرې زيان واردونکې دي."
هغه زياته کړه: "زموږ په هېواد کې په داسې حال کې چې ترهګرو او تباه کارو ډلو هم يوه بل ته لاسونه ورکړي او د خلکو امنيت يې اخيستى، ورته مهال د ملي يووالي حکومت مشرتابه هم د خپل هېواد خلکو ته د سولې لړۍ تعقيب ته ژمن دى."
نوموړي وويل، حکومت په رښتيني ډول هېواد کې د سولې او ثبات ټينګښت لپاره هلې ځلې کوي او کله به هم په دغه برخه کې بې پروايي ونه کړي. نوموړي د هېواد له وسله والو مخالفينو هم غوښتنه وکړه چې د سولې له لړۍ سره يوځاى شي.
د کورنيو چارو وزير ويس احمد برمک په دغه ناسته کې وويل، ياده ستراتېژي په تېرو څلورو مياشتو کې له نړيوالو همکارانو، د پوليسو چارواکو، ديني عالمانو، مدني بنسټونو او د ښځو حقونو له مدافعينو سره په سلا-مشورې چمتو شوې ده.
نوموړي د يادې څلورکلنې ستراتېژۍ د تدوين موخه، د افغانستان د کورنيو چارو په وزارت کې سيستماتيک اصلاحات وبلل او ويې ويل، ياده ستراتېژي دوه اړخه لري چې يو يې (د پوليسو د پياوړتيا او اصلاحاتو برخه ده)، دويم اړخ يې هم (په ښه توګه خپلو دندو ته د پوليسو هڅول او د قانون عملي کول) دى.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP