محمودراقي (پژواک، ٣٠ سلواغه ٩٦): چارواکي وايي چې په کاپيسا ولايت کې د پوليسو د يوې امنيتي حوزې امر وژل شوى دى.
د دغه ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند محمد ايوب يوسفزي د سلواغې په ٣٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن سهار د ولايت د مرکز محمودراقي اړوند سيمه کې پر موټرسايکل سپور وسله وال د کاپيسا د زندان پر يو افسر ډزې وکړې او هغه يې ټپي کړ.
سرچينې زياته کړې چې د يادې پېښې د تعقيب لپاره د نواباد د پوليسو د حوزې امر سيمې ته ولاړ او هلته يې له وسله والو مخالفينو سره نښته پيل کړه.
يوسفزى وايي چې په نښته کې د حوزې امر ملاجان لومړى ټپي او وروسته يې ساه ورکړه.
د نوموړي په وينا، ياد بريدګر هم د پوليسو په ځوابي ډزو کې وژل شوى دى.
د شفيق الله په نوم د سيمې يوه اوسېدونکي هم پېښه تاييد کړه او ويې ويل چې هلته سخته نښته هم شوې وه.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP