تالقان(پژواک، ٢ کب ٩٦): په تخار کې يوه مېرمن تر درې ځله پلورل کېدو وروسته يې امنيتي ځواکونو ته پناه وړې، ترڅو يې د بيا پلورل کېدو مخه ونيول شي.
دغه مېرمن نويده (مستعار نوم) نوميږي، ٤٣ کاله عمر لري او د هرات ولايت د مرکز اصلي اوسېدونکې ده.
نويدې له پژواک خبري اژانس سره د يوې ځانګړې مرکې په ترڅ کې د خپل ژوند له رازونو داسې پرده پورته کړه: (( ٢٠ کلنه ومه چې په ايران کې د غلام محمد په نوم مې له يوه نيمروزي ځوان سره واده وکړ.))
هغې وويل چې خاوند يې په ايران کې په نشه يي توکو روږدى شو، نو دوى اړ شول چې نيمروز ولايت ته کډه شي.
نويده وايي چې په نيمروز کې يې له غلام محمد سره شل کاله تېر کړل او د واده ثمره يې اته ماشومان دي.
د دې په وينا، دا چې غلام محمد په نشه يي توکو روږدى شوى، نو د دوى کورنى ژوند ډېر تريخ و او د يوځاى اوسېدو لپاره يې نور زغم نه درلود.
دې زياته کړه: (( کله به يې په لرګيو وهلم، کله به يې را باندې ګرمې اوبه اچولې، اخر يې مجبوره کړم چې محکمې ته لاړ شم او خپل طلاق ترې واخلم، کله چې مې طلاق ترې واخيست، تالقانو کې مې د زوم کور و، نو د زوم کره راغلم خو هغه هم له يو څو ورځو وروسته له کوره وشړلم.))
د هغې په وينا د زوم له کوره وروسته، فرخار ولسوالۍ ته تللې خو هلته د رحيم الله، اميرخان او مهران په نومونو له درېيو کسانو سره مخ شوې چې بيا هغوى په زور له ځانه سره بيولې ده.
دې وويل: (( زه په فرخار کې لالهانده ګرځېدمه چې له دې کسانو سره مخ شوم، رحيم الله خپل کورته بوتلم او هلته يې راباندې څو ځلې جنسي تېرى وکړ.))
د هغې په وينا، تر يوې مودې وروسته رحيم الله دا په يو بل کس چې عتيق الله نومېده د لس زره افغانيو په بدل کې وپلورله.
دې وويل: (( عتيق الله ګونګى و خبرې يې نه شواى کولى خو ما ورسره يو نيم کال تېر کړ او يو زوى خداى پاک راکړ چې نوم يې داوود دى.))
نويده وايي، کله چې عتيق الله طلاق ورکړ نو مجبوره شوه چې بيا رحيم الله ته ورشي، خو رحيم الله څه موده وروسته بيا د سيدعلم په نوم پر يو بل کس په درې سوه زره افغانيو وپلورله.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP