مزاشريف (پژواک، ۶ کب ۹۶): د بلخ ګوښه کړای شوي والي عطامحمد نور د حکومت پر وړاندې ميليوني لاريون تر نامعلومې نېټې وځنډاوه .
خو نوموړي ټينګار وکړ چې جمعيت اسلامي ګوند به له خپلو مطرح شويو غوښتنو څخه په شا نه شي.
د جمعيت ګوند اجراييه رييس او د بلخ پخواني والي عطامحمد نور څه موده وړاندې حکومت ته د ګواښ په بڼه ويلي و، چې که يې غوښتنې ونه منل شي، نو ميليوني لاريون به وکړي.
نور سبانۍ ورځ د خپل حرکت نېټه ټاکلې وه.
خو نوموړي د کب په ۶مه، د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې د هېواد په کچه د بېلا بېلو سياسي ګوندونو استازو، مدنی فعالانو، سياسي شخصيتونو، قومي مشرانو او ځوانانو ته بلنه ورکړې وه، چې ګواګې د خپل حرکت په تړاو ورسره مشوره وکړي.
عطامحمد نور يادې غونډې ته د خبرو په ترڅ کې وويل، چې د مرکزي ادارې پر وړاندې د ميليوني لاريون تر سره کول يې د نامعلومې مودې لپاره وځنډول.
نوموړي زياته کړه، د کابل پروسې په موخه ترې يو شمېر نړيوالو مرستنديو او ځينو سياسي شخصيتونو د دغه لاريون د ځنډېدو غوښتنه کړې وه.
هغه يو ځل بيا په خپلو خبرو کې پر حکومت د فساد، او خپلسرۍ تورونه ولګول او پر وړاندې يې د افغانستان د ژغورنې ايتلاف د بېرته ژوندي کېدو يادونه وکړه.
نور وويل، د افغانستان د ژغورنې ايتلاف به ډېر ژر په نوې بڼه رامنځ ته شي، چې د هېواد له بېلا بېلو څنډو به په کې مهم سياسي شخصيتونه برخه ولري.
د سياسي چاروکارپوه احمد سعيدي، چې له کابله يادې غونډې ته رابلل شوی و، وويل چې د افغانستان روان حالت د کږو سياستونو له امله د اندېښنې وړ دی.
نوموړي ټينګار وکړ چې که د افغانستان اوسنی نظام سقوط وکړي، نو افغانستان به له ستر ګواښ سره مخامخ شي او له نورو به د تل لپاره هېر شي.
هغه د مرکزي ادارې او عطامحمد نور تر منځ د تفاهم کولو لاره غوره وبلله او له عطامحمد نور څخه يې غوښتنه وکړه، چې تر وري مياشتې پورې خپل اعلان شوی لاريون وځنډوي، چې په بلخ کې د نوي کال نوروز د تېرو کلونو په څېر ښه تېر شي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP