منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۱۳ غ.م
۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

عطامحمد نور د حکومت پر وړاندې لاريون تر نامعلومې نېټې وځنډاوه

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۵۴ کتنې

مزاشريف (پژواک، ۶ کب ۹۶): د بلخ ګوښه کړای شوي والي عطامحمد نور د حکومت پر وړاندې ميليوني لاريون تر نامعلومې نېټې وځنډاوه .

خو نوموړي ټينګار وکړ چې جمعيت اسلامي ګوند به له خپلو مطرح شويو غوښتنو څخه په شا نه شي.

د جمعيت ګوند اجراييه رييس او د بلخ پخواني والي عطامحمد نور څه موده وړاندې حکومت ته د ګواښ په بڼه ويلي و، چې که يې غوښتنې ونه منل شي، نو ميليوني  لاريون به وکړي.

نور سبانۍ ورځ د خپل حرکت نېټه ټاکلې وه.

خو نوموړي د کب په ۶مه، د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې د هېواد په کچه د بېلا بېلو سياسي ګوندونو استازو، مدنی فعالانو، سياسي شخصيتونو، قومي مشرانو او ځوانانو ته بلنه ورکړې وه، چې ګواګې د خپل حرکت په تړاو ورسره مشوره وکړي.

عطامحمد نور يادې غونډې ته د خبرو په ترڅ کې وويل، چې د مرکزي ادارې پر وړاندې د ميليوني لاريون تر سره کول يې د نامعلومې مودې لپاره وځنډول.

نوموړي زياته کړه، د کابل پروسې په موخه ترې يو شمېر نړيوالو مرستنديو او ځينو سياسي شخصيتونو د دغه لاريون د ځنډېدو غوښتنه کړې وه.

هغه يو ځل بيا په خپلو خبرو کې پر حکومت د فساد، او خپلسرۍ تورونه ولګول او پر وړاندې يې د افغانستان د ژغورنې ايتلاف د بېرته ژوندي کېدو يادونه وکړه.

نور وويل، د افغانستان د ژغورنې ايتلاف به ډېر ژر په نوې بڼه رامنځ ته شي، چې د هېواد له بېلا بېلو څنډو به په کې مهم سياسي شخصيتونه برخه ولري.

د سياسي چاروکارپوه احمد سعيدي، چې له کابله يادې غونډې ته رابلل شوی و، وويل چې د افغانستان روان حالت د کږو سياستونو له امله د اندېښنې وړ دی.

نوموړي ټينګار وکړ چې که  د افغانستان اوسنی نظام سقوط وکړي، نو افغانستان به له ستر ګواښ سره مخامخ شي او له نورو به د تل لپاره هېر شي.

هغه د مرکزي ادارې او عطامحمد نور تر منځ د تفاهم کولو لاره غوره وبلله او له عطامحمد نور څخه يې غوښتنه وکړه، چې تر وري مياشتې پورې خپل اعلان شوی لاريون وځنډوي، چې په بلخ کې د نوي کال نوروز د تېرو کلونو په څېر ښه تېر شي.

سعيدي د روان سياسي حالت د سمېدو لپاره د عبوري حکومت وړانديز هم وکړ، خو د غونډې ځينو ګډنوالو يې مخالفت وکړ.

سياسي شخصيت نجيب الله کابلي غونډې ته د وينا په ترڅ کې وويل، چې د اوسني نظام د بديل څرک هم نشته.

نوموړي زياته کړه، افغانستان له عبوري حکومتونو ښې تجربې نه لري او د اوسني حکومت د دورې په پوره کېدو يې ټينګار وکړ.

د بلخ د مدني ټولنو په استازيتوب حميد صفوت هم د عطامحمد نور له خوا په اوسنيو شرايطو کې کېدونکی ميليوني لاريون د افغانانو په ګټه ونه باله.

عطامحمد نور وروسته له هغه چې مرکزي ادارې يې له بلخ ولايت مقام څخه استعفا ومنله او اعلان کړای شوه، له منلو انکار وکړ.

هغه چې په نننۍ غونډه کې يې هم ځان د بلخ د والي په توګه معرفي کړ، له تېرو دوه مياشتو نږدې هره ورځ د خپلو پلويانو په غونډو کې د حکومت خلاف غږ پورته کوي، خو لا يې هم د مرکزي ادارې مشران پر وړاندې چوپ دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دولت او سياست