پل علم (پژواک، ٦ کب ٩٦): د لوګر يو شمېر اوسېدونکي د دغه ولايت په درملتونونو کې په لوړه بيه د بې کيفيت درملو له پلورل کېدو شکايت کوي او وايي چې دغه ډول درمل دوى ته د ګټې پر ځاى زیان پېښوي.
د دغه ولايت د بره کي برک ولسوالۍ اوسېدونکي حاجي سميع الله پژواک ته وويل چې د ولسواليو له کليو او بانډو د ښې درملنې په موخه خلک خپل ناروغان مرکز پل علم ته راولي.
هغه وايي: ((دلته چې راشي نو له يوې خوا ډاکتر ظالم شي، داسې نسخه وليکي چې بل ځاى کې يې دوا نه پيدا کېږي او خپلې دواخانې ته يې چې ورشې نو ډېره خرابه دوا سړي ته ورکوي چې بيا مريض د روغېدو پر ځاى نور هم ناروغ شي.))
د هغه د معلوماتو له مخې، څه موده وړاندې يې مېرمن ناروغه وه، پل علم ته يې د درملنې په موخه راستلې وه.
دى وايي: ((ښځې مې د معدې مشکل درلود، دلته يې دوا ورکړه نور يې هم معده ورته خرابه کړه، بيا مجبور شوم چې ښځه د درملنې لپاره پاکستان ته بوځم، هلته یې يوه نسخه دوا ورکړه، جوړه شوه.))
دغه راز د مرکز پل علم د کلنګار سيمې اوسېدونکي زاهد پژواک ته وويل چې دغه ولايت ته ډېرى درمل په غير قانوني توګه د خوست او پکتيا له لارو راوړل کېږي.
ده زياته کړه: ((دغه غير قانوني دوا بيا هېڅ کيفيت نه لري، زرګونه روپۍ د يو کس دوا او معاينات شي خو بيا هېڅ تاثير پرې نه کوي.))
نوموړي تور پورې کړ چې په دغه شان قضيو کې چارواکي هم لاس لري.
د لوګر يو شمېر نورو اوسېدونکو هم ورته څرګندونې وکړې او ويل يې چې اړوند چارواکي بايد دغه ستونزه هواره کړي؛ ځکه خلکو ته د بې کيفيته درملو ورکول د هغوى له ژوند سره لوبې دي.
د همدې موضوع په تړاو د لوګر ولايتي شورا غړي محمد ناصر غيرت پژواک ته وويل چې دغه ولايت ته درمل په غير قانوني او قاچاقي ډول راوړل کېږي.
هغه وویل: ((دلته له پاکستان څخه تقلبي او کارخانو په بازار کې جوړ شوي درمل راوړل کېږي چې خوړل يې ناروغ ته د ګټې پر ځاى زهر دي.))
ده هم وويل چې د عامې روغتيا رياست چارواکي په دې برخه کې اړينه پاملرنه نه کوي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP