پل علم (پژواک، ٦ کب ٩٦): د لوګر يو شمېر اوسېدونکي د دغه ولايت په درملتونونو کې په لوړه بيه د بې کيفيت درملو له پلورل کېدو شکايت کوي او وايي چې دغه ډول درمل دوى ته د ګټې پر ځاى زیان پېښوي.
د دغه ولايت د بره کي برک ولسوالۍ اوسېدونکي حاجي سميع الله پژواک ته وويل چې د ولسواليو له کليو او بانډو د ښې درملنې په موخه خلک خپل ناروغان مرکز پل علم ته راولي.
هغه وايي: ((دلته چې راشي نو له يوې خوا ډاکتر ظالم شي، داسې نسخه وليکي چې بل ځاى کې يې دوا نه پيدا کېږي او خپلې دواخانې ته يې چې ورشې نو ډېره خرابه دوا سړي ته ورکوي چې بيا مريض د روغېدو پر ځاى نور هم ناروغ شي.))
د هغه د معلوماتو له مخې، څه موده وړاندې يې مېرمن ناروغه وه، پل علم ته يې د درملنې په موخه راستلې وه.
دى وايي: ((ښځې مې د معدې مشکل درلود، دلته يې دوا ورکړه نور يې هم معده ورته خرابه کړه، بيا مجبور شوم چې ښځه د درملنې لپاره پاکستان ته بوځم، هلته یې يوه نسخه دوا ورکړه، جوړه شوه.))
دغه راز د مرکز پل علم د کلنګار سيمې اوسېدونکي زاهد پژواک ته وويل چې دغه ولايت ته ډېرى درمل په غير قانوني توګه د خوست او پکتيا له لارو راوړل کېږي.
ده زياته کړه: ((دغه غير قانوني دوا بيا هېڅ کيفيت نه لري، زرګونه روپۍ د يو کس دوا او معاينات شي خو بيا هېڅ تاثير پرې نه کوي.))
نوموړي تور پورې کړ چې په دغه شان قضيو کې چارواکي هم لاس لري.
د لوګر يو شمېر نورو اوسېدونکو هم ورته څرګندونې وکړې او ويل يې چې اړوند چارواکي بايد دغه ستونزه هواره کړي؛ ځکه خلکو ته د بې کيفيته درملو ورکول د هغوى له ژوند سره لوبې دي.
د همدې موضوع په تړاو د لوګر ولايتي شورا غړي محمد ناصر غيرت پژواک ته وويل چې دغه ولايت ته درمل په غير قانوني او قاچاقي ډول راوړل کېږي.
هغه وویل: ((دلته له پاکستان څخه تقلبي او کارخانو په بازار کې جوړ شوي درمل راوړل کېږي چې خوړل يې ناروغ ته د ګټې پر ځاى زهر دي.))
ده هم وويل چې د عامې روغتيا رياست چارواکي په دې برخه کې اړينه پاملرنه نه کوي.
په همدې اړه په پل علم بازار کې يوه درمل پلورونکي ډاکتر محمد ايوب پژواک ته وويل چې ځيني درملتونونو د خلکو د غوښتنې پر اساس ارزانه دوا واردوي چې بيا کيفيت يې هم ښه نه وي.
ده وويل: ((اوس د بيچم، مارک او ګېټس کمپنيو دوا شته، خو نرخونه يې لوړ دي، خلک يې نه اخلي، خلک خپله ارزانه دوا غواړي نو په دې کې شک نشته دى چې ارزانه بيا بې علته نه وي.))
د هغه د معلوماتو له مخې، د بيچم کمپنۍ د يو پاکټ اموکسيل کپسولو بيه ٧٠ افغانۍ ده خو د يو پاکټ ايراني اموکسيلو بيه بيا ٢٥ افغانۍ ده.
ده وويل: ((نو تاسو و وايئ چې اوس کوم يو ښه تاثير کوي.))
د يادو څرګندونو په غبرګون کې د لوګر د عامې روغتيا رييس ډاکتر رسول ګل ثمر پژواک ته وويل چې دغه ولايت ته يې د بې کيفيته او غير قانوني درملو واردېدو مخه تر ډېره نيولې ده.
هغه وايي: ((بې کيفيته درمل زه نه ردوم، خو په دې کچه نه دي څومره چې خلکو يې ادعا کړې ده.))
د ثمر په وينا، تېره اوونۍ د ملي امنيت او پوليسو په همکارۍ د ښار له ټولو درملتونونو بې کيفيته او تاريخ درمل ټول شوي دي.
ده زياته کړه: ((ځينې کمپنۍ شته چې په عين لېبل او مارک د اصلي درملو پر ځاى تقلبي او بې کيفيته دوا جوړوي، موږ دلته لابراتور نه لرو، نښې مو اخيستې او کابل ته مو د معاينې لپاره لېږلې دي.))
ثمر ګواښ وکړ چې که له دې وروسته څوک د بې کيفيته او تاريخ تېر درملو پر پلور ونيول شول نو قانوني چلند به ورسره وشي.
د لوګر د عامې روغتيا رييس دا هم وويل چې هېڅ درمل پلورونکي حق نه لري له ١٥ سلنې ډېره ګټه وکړي.
د اړوندې موضوع په اړه د لوګر د امنيې قوماندان وياند شاپور احمدزي پژواک ته وويل چې سږ کال دغه ولايت ته قاچاقي او تاريخ درمل د واردېدو مخه نيول شوې ده.
ده وويل چې د روان کال له پيله تر اوسه پوليسو دوه ځلې بې کيفيته درمل نيولي، په داسې حال چې پخوا به په يو کال کې څو ځلې بې کيفيته او تاريخ درمل نيول کېدل.
احمدزى وايي: ((اوس د شپې او ورځې زموږ پوليس تلاشي کوي او هېڅوک نه شي کولاى ښار ته په غير قانوني ډول چې بې کيفيته درمل دي، داخل کړي.))
د يادونې ده، دغه ستونزه د لوګر او کابل تر څنګ په ټولو ولايتونو کې شته چې خلک يې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










