ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بلخ کود برق فابریکې د تېر کال تولید شوې سلګونه زره ټنه سره لا هم نه ده پلورل شوې

د بلخ کود برق فابریکې د تېر کال تولید شوې سلګونه زره ټنه سره لا هم نه ده پلورل شوې

author avatar
28 Feb 2018 - 15:02
د بلخ کود برق فابریکې د تېر کال تولید شوې سلګونه زره ټنه سره لا هم نه ده پلورل شوې
author avatar
28 Feb 2018 - 15:02

مزارشريف (پژواک، ۹ سلواغه، ۹۶): د بلخ کود برق فابريکه کې د تېر کال توليد شوې لسګونه زره ټنه کيمياوي سره لا هم نه ده پلورل شوې او که همداسې پاتې شي، یاده فابریکه به له سلګونه ميليونه افغانيو زیان سره مخ شي.

پژواک خبري اژانس داسې اسناد ترلاسه کړي چې د بلخ ولايت په کود برق فابريکه کې له تېر يو کال راهیسې څه باندې ۴۳زره ټنه کيمياوي سره پرته ده او د پلور چارې يې ټکنۍ دي.

که چېرې دغه سره ونه پلورل شي، نو د کيفيت خرابېدو تر څنګ به د سږ کال د ۴۴زره ټنو نوي توليداتو لپاره هم فابريکه د ځای له کمښت سره مخ شي.

د فابريکې د مسوولينو په وينا، له تېر کاله پاتې سره ۸۶۹زره بورۍ کېږي چې د يوې بورۍ بيه ۱۰۱۰ افغانۍ ده.

د همدغه حساب له مخې، که چېرې د تېر کاله پاتې شوې سره بازار ته وړاندې نه شي، نو ۸۷۷ ميليونه او ۶۹۰زره افغانۍ زيان به واوړي.

خو د بلخ کود برق فابريکې رييس عبدالرحمان خان د کب په ۹مه له پژواک خبري اژانس سره په همدې تړاو مرکه کې وويل، دوی هڅه کوي له تېر کاله پاتې کيمياوي سره وپلوري.

نوموړي ومنله چې له تېر کاله په دې فابريکه کې ۴۳زره او ۴۵۰ ټنه کيمياوي سره ذخيره پاتې ده.

هغه زياته کړه چې تېر کال يې ۴۰۰زره بورۍ پر کرنې وزارت او ۳۰۰زره يې ازاد بازار کې پلورلې دي.

عبدالرحمان وويل چې سږ کال هم له کرنې وزارت سره خبرې روانې دي چې ممکن په نږدې موده کې به څه اندازه کيمياوي سره وپېري.

نوموړي د تېر کاله د پاتې سرې د کيفيت خرابېدو په اړه اندېښنه ډېره نه لرله، خو پر دې يې ټينګار کاوه چې د روان کال د نوي توليد لپاره ځای نه لري او همدا يې ستره ستونزه ده.

د کود برق رييس وايي چې د دې فابريکې سره سربېره پر دې چې له واردېدونکو کيمياوي سرو سره يې د بيې توپير لږ دی؛ بلکې لوړ کيفيت هم لري.

کروندګر هم د کورنۍ سرې کيفيت بازار ته له واردېدونکې سرې لوړ بولي، په بيه کې یې هم ډېره ستونزه نه لري خو وايي چې په بازار کې په اسانه نه موندل کېږي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.