تالقان(پژواک،۱۱کب۹۶): د تخار ولايت چارواکي وايي چې وسله والو غلو ١٥٠ هغه مسافر چې له تخار څخه د کابل پرلور په څلورو موټرو کې سپاره وو، لوټلي دي .
د تخار د والي وياند سنت الله تېمور د کب په ١١مه پژواک اژانس ته وويل وسله والو غلو د هغو څلورو ٣٠٣موټرو مسافر چې له تخار څخه کابل ته روان وو، نن سهار لوټلي دي .
نوموړي زياته کړه چې وسله والو غلو ددغو کسانو موټر د رستاق ولسوالۍ د اوزن کوتل په سيمه کې درولي او د ټولو مسافرو پيسې، ټيلېفونونه او نور قېمتي توکي يې ترې وړي دي .
هغه وويل چې په دې اړه هڅې پيل شوې دي ترڅو ياد غله ونيول شي.
د رستاق ولسوالۍ يوه اوسېدونکي چې نه غواړي نوم يې خپور شي پژواک ته وويل چې وسله والو غلو نن سهار څلور نيمې بجې څلور مسافر وړونکي موټر درولي او د ټولو مسافرو پيسې او قېمتي توکي يې ترې وړي دي.
هغه زياته کړه چې په يوه موټر کې يې ورور هم و چې غلو ترې لس زره افغانۍ او ټيلېفون وړي دي.
دده په خبره چې په دې څلورو موټرو کې ١٥٠تنه مسافر سپاره وو.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP